د کورنیو چارو وزارت خبرتیا!

rahimzai_moi
ړ

ښايي سبا د کورنیو چارو وزارت د عامه امن ریاست منسوبین له کابل ښاروالۍ سره په ګډه د ښاري نظم د جوړښت، د سړک غاړې د خنډونو د لرې کولو، لاسي کراچیو او د لاسي څیزونو د پلورونکو د ټولولو په موخه د کابل د لومړۍ حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي.

د سړک غاړې خنډونه د ښاري بې نظمۍ، د ترافیکو د ازدحام، په بېړنیو حالتونو کې د امبولانسونو پروخت د نه رسېدنې لامل کېږي او د عامه امن ریاست پرېکړه کړې، ترڅو د ښاري نظم د جوړښت لپاره یاد خنډونه ټول کړي.

کورنیو چاور وزارت ژمن دی ترڅو د ښاري ترافیک د نظم په موخه ورځ تر بلې کوټلي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې د خلکو همکارۍ ته اړینه اړتیا لري.

له خپلو پولیسو سره اوسئ.

مطبوعاتي اعلامیې

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۱۰:۲۵
Background image

د شهید ستر‌پاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د عمومي قومندانۍ خبرتیا!

په هېواد کې د ننه او بهر د لېسانس په کچه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو فارغینو ته خبر ورکول کېږي چ

دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۴:۳۶
Background image

خواجه عمري ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د عملیاتو په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

د تلې په ۶مه افغان هوايي ځواکونو د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په ده حاجي کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ ک

چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۸:۵۹
Background image

د کابل د نننۍ ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

نن له غرمې وروسته د یوې بجې په شاوخوا کې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د احمد شاه مسعود څلور لا

Back to announcements