د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi
f

تېره شپه شاوخوا ۰۹:۵۵ دقیقې د کابل ښار په قابل بای سیمه کې د ګرین ولېج کمپ سویلي دېوال ته څېرمه له چاودېدونکو توکو یو ډک تراکتور موټر وچاودېده، چې په ترڅ کې یې ۱۶ ملکیان او د کمپ کارکوونکي شهیدان شوي او ۱۱۹ ملکیان ټپيان دي. د چاودنې له امله د پېښې ځای ته نږدې د تېلو یو ټانګ هم سوځېدلی دی.
له چاودنې سره سم د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې او پنځه تنه ترهګر طالبان چې په سیمه کې پټ شوي وو او د کمپ پر کارکوونکو یې د وسله والو بریدونو قصد درلود، وژل شوي دي.
په دې پېښه کې د قابل بای سیمې اړوند استوګنیزو کورونو ته یو زیات شمېر زیانونه اوښتي دي.
همداراز ملي پولیسو د پېښې له سیمې ۴۰۰ تنه بهرني مېشتي ژغورلي او د څېړنې او ژغورنې د ټیم عملیات نن سهار ۰۵:۰۰ بجې پای ته رسېدلي دي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

نن شنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر ۱۴مه نېټه د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت پرسونل د کابل ښار د ۱۵مې

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۰ - ۱۳:۲۶
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د عمومي قومندانۍ خبرتیا

په هېواد کې دننه او بهر د ملکي دولتي/خصوصي پوهنتونونو د کمپیوټرساینس، حقوق، شرعیات، ژورنالېزم، اقتصاد او اروا پوهنې پوهن

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲ - ۱۸:۲۲
Background image

د هوا له ککړتیا د مخنیوي په تړاو د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه

کورنیو چارو وزارت د هغو استوګنیزو ښارګوټو، ډوډۍ پخلنځیو، حمامونو، د خښتو جوړونې داشونو، د خوږو جوړونې پلورنځیو، سونا حوض

Back to announcements