د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه
د هېواد عزتمنو وګړو ته د آسانتیاوو د برابرولو او د ترافیکو د نظم د راوستو په موخه له دې وروسته د کورنیو چارو وزارت هیڅ جګپوړي کارکوونکي نشي کولای چې د تګ را تګ په وخت کې واټونه د ترفیکو پر مخ وتړي او قدرمنو هېوادوالو ته د ګڼې ګوڼې ستونزې را منځته کړي.
په دې توګه ټولو پولیسو – ترافیکو ته په مرکز او ولایاتو کې هدایت ورکول کېږي چې د کورنیو چارو وزارت د جګپوړو کارکوونکو لپاره واټونه د ترافیکو پرمخ ونه تړي.
له سرغړوونکو سره به جدي قانوني برخورد کېږي.