د پولیسو په لیکو کې د جنسي ځورونې په هکله د بي‌بي‌سي د راپور په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

jamil-moi
۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت، د هېواد د پولیسو د ملي پراختیا ستراتېژۍ په اډاڼه کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو پر ګډون د ژمنتیا سربېره، د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د ښځو لپاره د امن فضا رامنځته کولو ته ژمن دی. 
تر دې مهاله زرګونه ښځې د پولیسو لیکو ته په داوطلبانه ډول جذب شوې او د نرینه‌و تر څنګ خپلې دندې په احسن ډول ترسره کوي. په وروستیو کلونو کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو ګډون د کورنیو چارو وزارت له لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي. کورنیو چارو وزارت د لاسته راوړنو د ساتنې په برخه کې یو ځل بیا پر خپلې ژمنتیا ټینګار کوي. 
کورنیو چارو وزارت د ښځینه پولیسو په لیکو کې د جنسي ځورونې د ادعاوو څارلو ته جدي ژمنتیا لري او په دې برخه کې هېڅ ډول سرغړونه او تخطي د منلو نده. کورنیو چارو وزارت دا ډول قضیې په جدي توګه څاري او عاملین یې مجازات کوي.

مطبوعاتي اعلامیې

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۱:۲۵
Background image

خبرتیا!

په پام کې ده، چې د ټرافیک پولیسو لوی ریاست د سړک سر ټرافیک پرسونل برخه کې یو شمېر کسان نوي په دندو وګوماري.

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۱:۲۵
Background image
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۲:۵۵
Background image

خبرتیا

کورنیو چارو وزارت ته د کابل ګمرک د هغو ۴۴ پلیټ لرونکو وسایطو د راپور پر بنسټ، چې پخوا ورک شوي وو او د کابل، هرات، بلخ او پکتیا پلیټونه یې لرل او او

Back to announcements