د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په جلال اباد ښار کې د داعش ترورېستي ډلې له یوې پېچلې سازماندهي شوې پېښې مخنیوی کړی

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۱:۳۲
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د اومې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش ترهګرو یوه درې کسیزه ډله له منځه وړې ده. 
یادې ترهګرې ډلې په جلال اباد ښار کې یوه لویه ترورېستي پېښه سازماندهي کړې وه، چې موخې ته تر رسېدو مخکې له منځه وړل شوې ده.
له دې ترهګرو څخه درې میله کلاشینکوفونه، یو میل توغندی غورځوونکی، پنځه قبضې لاسي بمونه، د توغندي غورځوونکي څلور ډزه ګولۍ، دوه عرادې موټر، یو عراده رېکشا او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.