د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون اعلامیه

jamil-moi
5

د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون، د شهید اونۍ د رارسېدو په تېره بیا د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود د شهادت نولسم تلین او د سولې د شهید پروفیسور برهان‌الدین رباني د شهادت نهم تلین د افغانستان ټول مسلمه ملت ته تسلیت وايي.
څرنګه چې په تېرو کې تجربه شوې، چې ځینې کسان د شهید له اونۍ د نمانځنې په پلمه پر سړکونو بې‌ځایه تګ‌راتګ او د هوايي ډزو په وسیله د عامه امن او نظم د خنډ لامل کېږي، چې دا موضوع د عامه اذهانو د مغشوشولو او ان ځینې وخت د خلکو د شهادت یا ژوبلې لامل شوې ده.
د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځلو کمېسیون د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود له بنسټ سره په همغږۍ له یادو مراسمو د غوره نمانځنې او د شهیدانو ارواوو ته د درناوي په پار پر لاندې یادو شویو ټکو پرېکړه کړې ده:
۱- هېڅ‌څوک د دې حق نه‌لري څو د خلکو رواني امنیت اخلال کړي او عامه امن او نظم له منځه یوسي؛
۲- له ملي امنیتي ځواکونو پرته نور هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې له نظامي یونیفورم او وسلو سره وګرځي او همدارنګه نشي کولای په هوايي ډزو لاس پورې کړي؛
۳- هېڅ‌څوک د تورو ښيښو، بې‌اسنادو، بې‌پلېټه او غیرقانوني موټرو د ګرځونې حق نه‌لري، د سرغړونې په صورت کې یې وسایط ضبط کېږي او په بېلابېل ډوله رنګونو دې د موټرو له رنګولو ډډه وکړي؛
۴- هېڅ‌څوک حق نه‌لري څو د کاروانونو په بڼه د سړکونو نظم له منځه یوسي او پر سړکونو د ترافیک جریان له بندښ سره مخ کړي؛
۵- په کاروانونو کې د دولتي وسایطو له استفادې څخه په کلکه ډډه وکړئ او د لیدلو په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شئ؛
۶- ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې څو هغه هټۍ چې د وسایطو د رنګ په بدلولو او تزیین لاس پورې کوي، ویې تړي او له څښتنو سره یې قانوني چلند ترسره کړي؛
ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، څو کوم کسان چې له پورته یاد شویو ټکو څخه سرغړونه کوي او د عامه امن او نظم د اخلال لامل کېږي، پر وړاندې یې د قانون له مخې جدي چلند ترسره کړي.

مطبوعاتي اعلامیې

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د موټرو پر کاروان د ننني ترهګریز برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند "تایمني" څلورلارې سیمه کې نننی ت

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون اعلامیه

د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون، د شهید اونۍ د رارسېدو په تېره بیا د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود د

جمعه ۱۳۹۹/۶/۷ - ۱۳:۵
Background image

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څار ادارې (سیګار) د وروستي راپور په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

کورنیو چارو وزارت د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څار ادارې (سیګار) راپور چې په کې یې د هېواد په ځینو سو

Back to announcements