د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د موټرو پر کاروان د ننني ترهګریز برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi
6

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند "تایمني" څلورلارې سیمه کې نننی ترهګریز برید چې زموږ د ځینو بې‌ګناه هېوادوالو د شهادت او ژوبلې لامل شو، په کلکو ټکو غندي.

د پولیسو د معلوماتو پر بنسټ؛ دا پېښه په یوې کراچۍ کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله هغه مهال رامنځته شوه، چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د موټرو کاروان له دې سیمې تېرېده.

د لومړنیو شمېرو له مخې په خواشینۍ سره د دې ترورېستي برید له امله زموږ ۱۰ تنه بې‌ګناه هېوادوال شهیدان شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا دا ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او د دې پېښې شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته یې د خدای تعالی له درباره د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

مطبوعاتي خبرپاڼه

د ترهګرو جنایت بې ځوابه نه پاتې کېږي

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د ښوونې او روزنې د لویې قوماندانۍ خبرتیا

د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ د افسرۍ ۹۹ بستونه د دویم څارن له رتبې نیولې تر سمونوال رتبې پورې د کاري بډاینې، روڼتیا،

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۱۴
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي قوماندانۍ خبرتیا

ټولو هغو منسوبینو ته چې د ماسټري برنامې د درېیمې دورې د کانکور ازموینې لپاره یې نوملیکنه کړې وه، رسول کېږي چې د ماسټري ب

Back to announcements