د ترافیک پولیسو ریاست اړونده ادارو دروازې دې د کمیشن کارانو پروړاندې بندې او د خلکو لپاره دې ريښتینې چوپړونه برابر شي.

superadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۷ - ۱۵:۵۶
moi

دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي نن د ترافیک پولیسو ریاست مسوولینو د کاري ستونزو د حل او راتلوونکو کاري چارو د لا ښه تنظیمولو په موخه د یاد ریاست مسوولینو او منسوبینو څخه د لیدنې پرمهال وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین وویل،"دا چې موږ د کورنیو چارو وزارت څلور کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق په موخه سوکه سوکه خپلو اساسي موخو ته د رسیدو په درشل کې یو نو د ترافیک پولیسو ریاست ته زما د راتګ موخه په یاد ریاست کې د فساد لمنځه وړل، د ترافیکو ریاست کاغذي سیستم په کمپیوټري سیستم بدلول، د ترافیک پولیسو ریاست په ټولو ادارو کې د پام وړ اصلاحات رامنځته کول او خلکو ته ريښتینې چوپړنو برابرول دي، زه هیله مند یم چې له دې وروسته نور خپلې دروازې د کمیشن کارانو پروړاندې کلکې وتړئ او د خلکو کار که په یوه ورځ کې نه کیږي په دوه ورځو کې یې ترسره کړئ خو خلک دې ته مه مجبورئ چې خپل اسناد کمیشن کارانو ته ورکړي".

ښاغلي ابراهیمي د ترافیک پولیسو له کاري کړنو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه زیاته یې کړه"زما هیله له تاسي څخه په پاک زړه، پاکو لاسونو او پاکو ارادو سره کار کول دي، هغوئ چې پخوا یې فساد کړی خدای یې سزا ورکوي او تاسې یې وینئ چې په ډول ډول ناروغیو اخته کيږي، که تاسې په ريښتینې توګه د خلکو خدمتګاران یاست او ځانونه د دې باعزته ملت غړي بولئ نو په کومو سترګو په کومو لاسونو او په کومو زړونو بډو اخیستلو ته لاره هواروئ؟"

وروسته د ترافیک پولیسو ریاست رئیس او د ترافیک پولیسو مدیر د ترافیک پولیسو په ریاست کې د خپلو شوو کارونو او لاسته راوړنو په اړه خپل راپورنه د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته وړاندې کړل او ډاډ یې ور کړ چې د ترافیک پولیسو ریاست مسوولین به د کورنیو چارو وزارت له لارښوونو سره سم ګام په ګام د اصلاحاتو راوستلو او د فساد لمنځه وړلو لپاره کلکه مبارزه کوي.

پاتې دې نه وي چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي د ترافیک پولیسو ریاست مسوولینو او منسوبینو څخه د لیدنې وروسته د یاد ریاست له یو شمېر ادارو او نوو جوړوشوو دفترونو څخه هم لیدنه وکړه.