بهر ته د زړو وسپنو له لېږد او قاچاق څخه د مخنیوي په پار د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

moi-af

شنبه ۳ تله ۱۴۰۰
کورنیو چارو وزارت د مرکز او ولایتونو د امنیه قوماندانیو مسوولینو ته لارښوونه کوي، څو په هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ چارو د لا ښې ودې او پراختیا په موخه له هېواد څخه بهر ته د زړو وسپنو (کباړو) له لېږد او قاچاق څخه د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. 
د مرکز او ولایتونو امنیه قوماندانۍ اړ دي څو هغه نامسووله کسان چې بهر ته د دولتي وسایطو او وسایلو د د وسپنو د لېږد او قاچاق په تړاو نیول شوي، په رسمي ډول د هېواد عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپاري؛ ګنې د سرغړونې په صورت کې به له قانوني جدي چلند سره مخ شي.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۴ - ۱۰:۵۹
Background image

‏خبرتیا !

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ لوی ریاست په مرکز کې د ځینو تخنیکې ستونزو له کبله سر له سبا د پاسپورت توزیع وځنډوله
هیواد وال دې خبر وي.

جمعه ۱۴۰۰/۵/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز  د مشر دواخان مینه پال د شهادت په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

په ژورې خواشینۍ سره ترهګرو نن د کابل ښار په اوومه حوزه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال شهید کړ.

Back to announcements