د هېواد په اتو ولايتونو کې ۴۰ تنه د غلا، ځورونې، قمار، د غير قانوني وسلو ګرځولو، د نشه يي توکو د کارولو او له کوره د تېښتې په تور ونيول شول.

moi-af
Sun, Feb 18 2024 10:19 AM
ssfsf

د هغو په منځ کې؛ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو په نيمروز کې اته تنه د غلا، قمار وهلو او له کوره د تېښتې په تور نيولي، څلور تنه د ناقانونه وسلو د لېږد او پنځه تنه وسله وال او مسلکي غله په هرات کې له دوو موټرونو او اتو موبايلونو سره نيول شوي دي. په همدې حال کې پنځه تنه په تخار کې، دوه تنه په غزني کې د غلا په تور، په پروان کې د څلورو مسلکي غلو يوه ډله، دوه تنه په سرپل کې له کوره د تېښتې په تور، يو تن په سمنګانو کې او نهه تنه نور د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي. د کندز ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه په تېره یوه اوونۍ کې د سرغړونو په تړاو نیول شوي دي.