د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې چرسو د پروسس کارخانه جوړه کړي.
د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې چرسو د پروسس کارخانه جوړه کړي.
تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت د مواد مخدر سره د مبارزې معینیت د Cpharm کمپنۍ له نماینده سره وکتل.
د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کمپني جوړه کړي چې ورسره به په هیواد کې چرس یواځې همدې کمپنۍ ته ورکول کيږي چې دوی ترې دوا او یو ډول کریم جوړوي.
د Cpharm نماینده وویل: افغانستان کې په ۲۰ زره جریبه زمکه چرس کرل کيږي چې دوی ۳۰ زره جریبه چرسو ته اړتیا لري.
د Cpharm غواړي د ۴۵۰ ملیون ډالره پانګونه وکړي.
د Cpharm سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي او په لنډو ورځو کې به دا پروژه رسما پيل شي چې ورسره به ګڼ شمیر هيوادوالو ته کار پيدا شي.