د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ښار حوزو امرینو ته لارښوونه وکړه، څو د جرمونو پر وړاندې د مبارزې او د ښاري امن او نظم د ټینګښت په برخو کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي

jamil-moi
Tue, May 04 2021 9:36 AM
7

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات پرون ماښام د کابل ښار حوزو له امرینو سره د کتنې په ترڅ کې د دوی کړنې او فعالیتونه د ستاینې وړ یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې یادې چارې د امنیت ساتنې او د قانون د تنفیذ په برخو کې کافي نه دي او اړتیا ده څو د اړونده برخو مسوولین خپلې هڅې لا چټکې کړي او د خلکو قناعت ترلاسه کړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دې لیدنې په لړ کې د کابل ښار حوزو امرینو ته دا هدایت هم ورکړ، څو د جرمونو، زورواکو، د نشه يي توکو د قاچاقبرانو او انسان تښتوونکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي او د خلکو د همکارۍ په جلبولو کې خپله پوره وسه ترسره کړي.
ښاغلي حیات د کابل ښار د پولیسو حوزو امرینو ته ډاډ ورکړ، چې د قانون ماتوونکو او زورواکو پر وړاندې به د دوی له جدي اقداماتو څخه پوره ملاتړ کوي.