کابل کې نننی برید د یوه بریدګر په وژل کېدو سره پای ته ورسېد

hakimi-moi
01

نن سهار د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند شوربازار سیمه کې په وسلو یوه سمبال ترهګر د سکانو پر یوې عبادت خونې (درمسال) برید وکړ.

له برید سره سم د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د پېښې د مهارولو په موخه سیمې ته ورسېدل او د سیمې له کلابندولو وروسته یې د ترهګر بریدګر له پښو غورځولو سربېره د پېښې په سیمه کې ۸۰ ملکیان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ژغورلي دي.

په ډېرې خواشینۍ سره چې د دې ترهګریز برید له امله ۲۵ ملکیان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.

ترهګر د ټولو دیني او انساني اصولو خلاف خپلې وحشیانه کړنې ترسره کوي او خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې هېڅ ډول انساني قواعدو ته ژمن ندي.

کورنیو چارو وزارت د ټولو هېوادوالو پر امنیت ټينګونې ځان مسوول ګڼي او پدې برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

کورنیو چارو وزارت په شوربازار سیمه کې د سکانو پر درمسال د ترهګرو برید په کلکو ټکو غندي او د دې برید قربانیانو ته د غمشریکۍ ژور مراتب وړاندې کوي.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۱:۲۲
Background image

اعلامیه وزارت امور داخله در پیوند به رویداد امنیتی در ولایت کندهار

ساعت ۸:۳۰ هشت و سی دقیقه صبح امروز یک فرد مهاجم خودرا در مقابل کابل بانک در ساحه حوزه اول امنیتی شهر کندهار منفجر میدهد که به اثر این رویداد با تاس

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۴۴
Background image

پیام تسلیت وزارت امور داخله پیرامون حادثه ترافیکی در شاهراه هرات- کندهار

با تاسف که به اثر حادثه ترافیکی صبح امروز در شاهراه هرات-کندهار تعدادی از هموطنان شهید و تعدادی زخمی شده اند.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۱۴
Background image

اطلاعیه!

بر اساس فرمان شماره (۱۵۲۰) مقام  رهبری امارات اسلامی و رهنمودهای وزارت امورداخله، به دارندگان موترهای شخصی رسانیده می شود که ، هارند، اشاره و سایر

بازگشت به اطلاعیه ها