د کورنيو چارو سرپرست وزير تورخم کې پاکستان څخه راستنيدونکو افغان مهاجرو سره وليدل
د کورنيو چارو سرپرست ښاغلي خليفه سراج الدين حقاني او مل پلاوي تورخم کې د افغان مهاجرو پڼډغالي کې له راستنېدونکو افغان مهاجرو سره ليدنه کې د ښه راغلاست ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي حقاني د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه، چې د نړيوالو اصولو پر خلاف افغان کډوال په جبر او زياتي سره هېواد ته راستنوي. په وينا يې د يادو کډوالو په خفګان ټول افغانان خواشينې دي.
سرپرست وزير بېرته را ستنېدونکو مهاجرو ته په وينا کې زياته کړه، "د افغانانو عزت په خپل هېواد کې خوندی دی او ښه ده چې د هېواد آبادی په موخه د سبا پر ځای نن بېرته را ستانه شوئ".
خليفه صاحب د راستنېدونکو هېوادوالو چوپړ د اسلامي امارت مسؤليت ياد کړ او په وينا يې افغان حکومت ژمن دی چې بېرته راتلونکو هېوادوالو ته د آسانتيا رامنځته کولو په موخه له ټولو امکاناتو کار واخلي.
ښاغلي حقاني د هېواد له سوداګرو، مرستندويه بنسټونو او بډايه خلکو څخه هېوادوالو سره د مرستې په پار مننه وکړه.
د يادونې وړ ده چې دې سفر کې له ښاغلي حقاني سره مل سوداګرو، پاکستان څخه را ستنېدونکو کډوالو سره د نږدې شل ميليونه افغانيو مرستې اعلان و کړ.