دننګرهار ولایت دملی پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۳۸ تنه مجاهدین دڅلورو اوونیو وروسته په مسلکی ډول فارغ شول

moi-af
Thu, Jan 27 2022 9:50 AM
sdfg

دننګرهار ولایت دملی پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۳۸ تنه مجاهدین دڅلورو اوونیو وروسته په مسلکی ډول فارغ شول. چی په فارغ شوو مجاهدینو کې دننګرهارلغمان کڼړ او نورستان ولایتونو مجاهدین شامل دي
نن ورځ دننګرهار ولایت دملی پولیسو دښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۳۸ تنه مجاهدین دمسکلی زدکړو ورورسته فارغ شول چی په فراغت غونړه کی دښوونی او روزنی لوی قومندان مولوی صاحب عبدالکریم حسیب دننګرهار ولایت امنیه قومندان شیخ الحدیث ندامحمدندیم د امنیت امر مولوي صاحب محمدطاهر مبارز  د استخباراتو ریس داکتر بشیر
اود محکمی ریس شیخ مولوی محمد ګلاب فاروقی صاحب
 حضور درلود.
په یاده غونړه کی ګډونوالو په خپل وار سره خبری وکړی .
دننګرهار ولایت امنیه قومندان شیخ الحدیث ندامحمد ندیم دننګرهار ولایت د ښوونیز او روزنیز مرکز منسوبینو څخه خوښي ښکاره کړه چی مجاهدینو تی مسکلي زدکړی ورکړي او دفارغ شوو مجاهدینو څخه یی وه غوښتل چې دخپلې خاوری او ولس لپاره په پوره ایمانداری او راستکاری سره دنده تر سره او دهغوی دخدمت او لا ډاډمن امنیت لپاره شپه ورځ  يوه تر څو ولس مو په ارامه ژوند ته ادامه ورکړي