کابل کې دوه کسان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شول

jamil-moi
Tue, Jul 28 2020 8:10 PM
7

د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له ملي امنیت منسوبینو سره یو ځای په کابل کې ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو تښتول شوی "ډاکټر" د انسان تښتوونکو له قیده ژغورلی دی.
یاد کس یوه اونۍ دمخه د کابل ښار د پينځمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو تښتول شو و.
بلخوا د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې هم یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.
انسان تښتوونکو یاد ځوان د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو تښتولی و.
هېره دې نه وي چې د دې قضیو د عاملینو د نیولو په پار د پولیسو هڅې روانې دي.