هرات کې د انسان تښتوونکو یو ډلمشر ونیول شو

jamil-moi
Sun, Oct 20 2019 11:56 AM
fg

د هرات پولیسو له ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ګرازان کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د انسان تښتوونکو یو ډلمشر نیولی دی.
یاد کس "ارباب داوود" نومېږي او په هرات کې يې په ګڼو انسان تښتونو کې لاس درلود.
له ارباب داوود څخه یو میل کلاشینکوف هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.