هرات کې دوه غیرمسووله وسله وال او بدخشان کې یو کس د ترهګریزو فعالیتونو په تور ونیول شول.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات – اسلام کلا د لویې لارې له اړوند سیمو دوه غیرمسووله وسله وال نیولي او له یاد کس څخه دوه میله وسلې او یو شمېر نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د مرکز له اړوند سیمو یو شکمن کس د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیولی دی.
له نیول شوي کس څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.