کابل، هرات او سمنګانو کې څو تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي.

moi-af
Fri, May 31 2019 10:29 AM
x
د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت د مرکز اړوند سیمو کې دوه تنه د وسایطو د غلا په تړاو نیولي.
همداراز د سمنګان ولایت د ایبک ښار له اړوند برخو دوه غیرمسووله وسله وال له دوه میله وسلو سره د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ تېره ورځ د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت د پنځمې حوزې په اړوند سیمو کې د غلو یوه ډله له پېژندنې وروسته نیولې.
له دې سره د کابل ولایت د ۱۵ حوزې منسوبینو یو غل او لارنیوونکی چې ضیا نومېږي او د خواجه بغرا سیمې اوسېدونکی دی او نوموړي د ۱۵ او ۱۱ ناحیو په اړوند سیمو کې په وسله والو غلاو لاس پورې کوه، له پېژندنې وروسته نیولی دی.