۶ ولایتونو کې؛ پولیسو د نشه‌یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ۱۶ تنه ونیول

moi-af
Wed, May 28 2025 9:13 AM
asdasf

د کورنیو چارو وزارت نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په خوست، پروان، پکتیا، بلخ، اورزګان او کندوز ولایتونو کې د نشه‌یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ۱۶ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
له نیول شوو کسانو دوه لېټره شراب، یو زر او ۶۴۶ نشه‌یي ټابلیټونه او یوه اندازه شیشه هم ترلاسه شوې ده.