بغلان کې د مهماتو یو پټنځای کشف شو

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۱ - ۱۷:۴۰
02

د بغلان ولایت د مرکز اړوند حسین خېلو کلي، د استخباراتو د ریاست د مالوماتو پر اساس د مهماتو پر یوې زېرمې، د ځانګړو ځواکونو له خوا عملیات ترسره شوي دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د سرې قطعې مسوول عبدالوهاب مشهور به دل آغا؛ له دوه میله کلاشینکوف، یو میل تفنګچه، ۲۵ فیره د راکټ انداز مرمۍ، څه باندې ۳۰۰۰ مرمۍ او یو شمېر نورو مهماتو سره نیول شوی دی.