کندهار کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو اوه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د کندهار له مرکز څخه نیولي دي.
یادو کسانو د وسایطو او پیسو په غلا کې لاس درلود چې درې عرادې موټر سایکلونه یې هم د ملي پولیسو لاسته لوېدلي دي.