د کورنیو چارو وزیر جنرال تاج محمد جاهد لنډ ژوند لیک

ښاغلی جنرال تاج محمد جاهد دحاجي شمشیرخان زوی په ۱۳۴۷هجري لمریز کال کې د پنجشیر ولایت دحصه اول په عمرض نومي سیمه کې په یوه دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دی.

خپلې لومړنۍ زده کړې یې په خپل پلرنې ټاټوبي کې په مروجه توګه ترلاسه کړی ، دوخت د شوروي اتحاد دیرغل سره سم یی د هېواد او هېوادوالو د خوندې ساتلو په موخه د افغانستان د برحقه جهاد په لیکه کې ورګډ شو  .

د هغې ځانګړې مینې اوعلاقې له کبله چې محترم جنرال جاهد د تعلیم او زده کړود ترلاسه کولو سره درلوده د جهاد په موده کې یې هم لنډ مهاله بیلا بیلې نظامي برنامې تعقیب اوخورا نظامی تجربې یی ترلاسه کړي دی  .

په ۱۳۶۷ لمریز کال د لا نورو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه پاکستان هیواد ته لاړ اود دغه هیواد په " لجنته الدعوته الاسلامیه " انستیتیوت کې یې خپلو نوروزده کړو ته ادامه ورکړه او په ۱۳۶۸ کال کې دیاد  انستیتوت څخه  فارغ شو  .همدارنګه  په ۱۳۶۸ لمریز کال کې
په پاکستان کې د افغانستان لپاره د صحي زده کړو په مرکز کې شامل او له ۱۸ میاشتوصحی مسلکی زده کړود ترلاسه کولو وروسته د یاد مرکز نه فارغ او خپل هیواد ته دراستنیدو سره سم  د پیشغور کلینیک د آمر په توګه مقرراو د خلکو په خدمت کې پاتې شو  .

په کال ۱۳۷۱لمریز کال کې جنرال تاج محمد جاهد د ډګروالی رتبې د تر لاسه کولو سره سم د هغه وخت د ملي امنیت وزارت د لومړئ نمبر ضربتي غونډ د قومندان په توګه په دنده وګمارل شو په یاد غونډ کې  د دپام وړاومسلکی کړنود ترسره کولو له امله په ۱۳۷۲لمریز کال کې د لومړي نمبر ضربتي لوا د قومندان په توګه وټاکل شو.

همدا شان د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت د  7.2.1372 لمریزکال د 97 ګڼې فرمان له مخې ښاغلی تاج محمد جاهد د برید جنرالی رتبه تر لاسه او د دولت په چوکاټ کې یې خپلو نظامي دندو ته په پوره لیوالتیا سره دوام ورکړ.

جنرال تاج محمد جاهد په ۱۳۷۵ لمریز کال کې د مقاومت جبهې د جوړیدو وروسته د هیواد د ملي اتل شهید احمد شاه مسعود له لورې د "05" قطعې د قومندان په توګه وټاکل شو.

د مقاومت په دوره کې د القاعدې او ترهګرۍ سره مبارزه د ده د ژوندانه د ځلانده خصوصیتونو له ډلې شمیرل کیږي  .

جنرال جاهد په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د ملي دفاع وزارت په اډانه کې د "055" قطعې د قومندان په توګه وټاکل شو او د موقت حکومت د 9.2.1381 لمریز کال د 152 مې ګڼې فرمان له مخې د تورنجنرالی رتبه یی ترلاسه کړه .

جنرال جاهد په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د خپلو مسلکي نظامي زده کړو د لوړولواوغښتلتیا په موخه په حربي پوهنتون کې شامل او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لیسانس په کچه د هیواد له دغه لوي اکاډمیک نظامي مرکز څخه فارغ شو.

جنرال جاهد په ۱۳۸۳ لمریز کال د ملی اردو د لومړنې لوړ پوړې قوماندان په توګه په د ۲۰۹ شاهین قول اردو کې دریفورم مرحله په  بریالې توګه تر سره کړه  .

همدارنګه جنرال جاهد په  ۱۳۸۶ لمریز کال کې د ملي اردو د قرارګاه او قومندانیت ستراتیژیک عالي کورس ته شامل او خپلې لا نورې مسلکې او ستراتیژیکې زده کړې یې د یاد کورس د څارلو وروسته ترلاسه کړې.

جنرال جاهد د ۱۳۸۶ لمریز کال په وروستیو کې د قرارګاه او قومندانیت کالج د قومندان په توګه په دنده وګمال شو او له دریو کلونو دندې د ترسره کولو وروسته په کال ۱۳۸۹ کې د ملي دفاعي پوهنتون د قومندان په توګه مقرر شو او دوه کاله یې دغه دنده هیواد او خلکو ته د خدمت په موخه پر مخ بوتله او خپلې مسلکې زده کړې یې لا نورې غښتلې کړې.

جنرال جاهد په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د "207" ظفر قول اردو د قومندان په توګه وټاکل شو او څلور کاله یې دغه مقدسه دنده تر سره کړه چې د ښو کړنو او لاس ته راوړنو له مخې په همدې موده کې د ډګر جنرالی نظامی رتبې ته ورسید .

او په  وروستې مورد کې ډګر جنرال تاج محمد جاهد  د نوموړې د مسلکې کړنو او لازمو نظامې تجربو درلودو ته په کتو سره د ملي وحدت حکومت د مشرتابه له لورې د افغانستان داسلامې جمهوری دولت د کورنیو چارووزارت ته د نوماند وزیر په توګه ولسي جرګې ته ور وپیژاندل شو، چې د اکثریت مثبت رایو د تر لاسه کولو وروسته نوموړې  وتوانید چې د کورنیو چارو وزارت څوکۍ په  دی حساسو شیبو کې  تر لاسه کړي .

جنرال جاهد هېواد والو سره ژمنه وکړه چې د خپلو نظامي تجربو له مخې به د هیواد والو او ملي پولیسو په خدمت کې وی  .