د افغانستان د ملی پولیسو د چلند او سلوک اصولنامه

د افغانستان اسلامی جمهوریت
د کورنیو چارو وزارت
د اداری چارو معینیت 
د دفتر عمومی ریاست
 
د افغانستان د ملی پولیسو د چلند او سلوک اصولنامه 
 
نیټه
۲۰/مرغومی/۱۳۹۰
I. د کورنیو چارو د وزیر لمړنی امر
د کورنیو چارو وزارت (ملی پولیس ) د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اجرائیه قوی د یو برخۍ  په توګه ، په ټول هیواد کی د قوانینو د پلی کیدو ، د امنیت د تامین ، د هیواد د اتباعو د حقونو د ساتنی او د خلکو تر منځ د ملی وحدت د تامینولو دنده په غاړه لری. ددی ټکی په پام کی نیولو سره چی:
 
مونږ خدمت کوو ترڅو د خپلو ګرانو خلکو لپاره امنیت تامین او د ملی حاکمیت څخه ساتنه وکړو، او
مونږ د خپل ملت او خلکو په چوپړ کی یو ؛ ځکه چی خلکو ته خدمت زمونږ ایمانی وجیبه ، ملی دین ، موخه او مسؤلیت دی،
 
 
ټولو د ملی پولیسو منسوبینو ته امر کووم تر څو ددغه اصولنامۍ د تطبیق د څرنګوالی په اړه په خپلو ورځنیو اجرااتو کی په بشپړه توګه ځان خبر کړی او په پرانستی فکر او غوره اخلاقو سره چلند وکړی ؛ او خلکو او ټولنۍ ته د لا ښه خدمت لپاره ، د چلند او سلوک دغه اصولنامه د پولیسو نارینه او ښځینه منسوبینو ته چی د پولیسو د قوی اصلی سټه تشکیلوی ، د یو مهم او اړین اوزار په توګه په پام کی ونیول شی. 
پدی توګه ، د چلند او سلوک د اصولو تطبیق چی اوس مهال د هیواد په ټولو پولیسو باندی په یوه ډول د اجراء وړ دی ، منظوروم او ښوونه یی کووم. 
 
 
  د کورنیو چارو وزیر
 
 
منظور دۍ
د کورنیو چارو وزیر
" ای هغو کسانو چی تاسو ایمان راوړی ! په ټولو حالاتو کی عادل ووسیږی ځکه چی عدالت تقوا ته ډیر نژی دی ." (سوره المائده ، آیه شماره ۸) قرآن کریم
د افغانستان اسلامی جـــــــــــمهوریت
د کــــــــــورنــــــــــــــیو چارو وزارت
د ملی پولیسو د چلند او سلوک اصول
 
II. مقدمه 
د ملی پولیسو د چلند او سلوک اصول په حقیقت کی یوه اخلاقی ژمنه یعنی د معیارونو یو مجموعه ده چی د ملی پولیسو د منسوبینو چلند او سلوک تنظیموی. یاد شوی اصول ټولو خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندی کولو  پر بنسټ باندی تکیه  کوی.  د ملی پولیسو منسوبین باید په خپلو اجرااتو کی بیطرفه پاتی شی او هیڅ وخت د خپلو وظیفوی صلاحیتونو څخه د خپلو شخصی ګټو لپاره کار وا نخلی . د چلند او سلوک اصول ؛ په خاصه توګه د ملی پولیسو د منسوبینو د چلند او سلوک په اړه د معیارونو واحده  او واضحه ټولګه وړاندی کوی چی موخه یی د ملی پولیسو نه د متوقعه چلند په اړه د یو روښانه لارښود شتوالی دی. د چلند اصول او د ملی پولیسو سلوک د قانونی اړتیاوو د پوره کولو په برخه کی ، د ملی پولیسو د منسوبینو د موقف او د دندو د سرته رسولو  په برخه کی اود بشری حقونو د ساتنی او حفاظت په برخه کی موثر او مساعد واقع کیږی.
د چلند او سلوک اصول ؛ د هیواد د  نافذه قوانینو او د بشری حقونو د نړیوالو قبول شویو معیارونو سره سم د ملی پولیسو د ځواکونو څخه  د خلکو او ټولنی توقعات غښتلی کوی ، او پورتنی قوانین او معیارونه د یو مشخص لارښود پواسطه د ملی پولیسو څخه د غوښتل شویو اجرااتو په اړه ، تعریف او تفسیروی. 
د یادو شویو معیارونو مجموعه د ملی پولیسو لپاره نه یواځی په رسمی اسنادو (مقرراتو) کی ځای پر ځای شوی ده ، او همدارنګه په غیر رسمی میکانیزمونو ( په ښه اداره او مدیریت) کی هم ورته انعکاس ورکول شوی دی. د ملی پولیسو د چلند او سلوک اصول د ملی پولیسو د منسوبینو د تشویق او ترغیب لپاره  یو مهم میکانیزم او لارښود په توګه پیژندل کیږی. د ملګروملتونو د اداری فساد سره د مبارزی د کنوانسیون (UNCAC ) په امضاء کولو سره  افغانستان ژمن دی  تر څو د عامه خدمتونو د کارکوونکو لپاره د چلند او سلوک اصول پلی کړی ؛ د ملی پولیسو د چلند او سلوک اصول ؛ داسی یوه ژمنه ده چی له ۱۴۰ څخه زیاتو هیوادونو د افغانستان په شمول د پورته یاد شوی کنوانسیون په تصویب سره ، هغی ته ژمن دی. 
د خلکو (ښځو او نرو ) په خاصه توګه د متضرره قشرونو (ښځو ، ماشومانو ، معلولینو او معیوبینو) د ځان او مال ساتنه، په ټولنه کی د صلحی او ثبات ساتنه ، د جرمونو څخه مخنیوی او د هغوی کشف د ملی پولیسو د اساسی دندو څخه شمیرل کیږی.  د پورته یادو شویو دندو د سرته رسولو لپاره پولیسو ته فوق العاده صلاحیتونه ورکړ شوی دی. ددغه امر پر اساس، ټول عام خلک او پولیسو رهبری حق لری تر څو د ملی پولیسو د اجرااتو څخه د ترټولو غوره معیارونو توقع ولری. دغه د چلند او سلوک اصول د دندو د اجرا پر مهال د ملی پولیسو پر ټولو منسوبینو باندی پرته د هغوی د موقف ، مقام او رتبی په پام کی نیولو سره یوشان د تطبیق وړ دی، او همدارنګه دغه اصول د مسلکی دندو څخه بهر هم  د هغوی د چلند پر طرز باندی د اجرا او تطبیق وړی دی.د ملی پولیسو د قصدی غفلت یا سرغړونی په صورت کی د هغوی د کړو وړو په پام کی نیولو سره لازم او متناسب اقدامات تر لاس لاندی نیول کیږی. هر وخت چی د ملی پولیسو د منسوب چلند د هغه د وظیفوی مسؤلیت څخه بهر تر سوال لاندی راشی ، د یاد شوی منسوب کړنه د منل شویو معیارونو او  د هیواد  نافذه قوانینو سره د ارزیابی لاندی نیول کیږی. 
دغه د چلند او سلوک اصول دداسی قواعدو مجموعه ده چی ملی پولیس باید هغوی ته د استخدام د شرایطو څخه د یو شرط په عنوان پاملرنه وکړی ، او دهغوی  نقض  د ملی پولیسو لپاره تادیبی پایلی د ځانه سره لری ، د مثال په ډول د وظیفوی صلاحیت څخه سؤ استفاده یوه جدی سرغړونه شمیرل کیږی چی اداری او عدلی تعقیب د ځانه سره لری.   
د چلند او سلوک اصول نه یواځی د ملی پولیسو د منسوبینو لپاره د قانونی  قوی څخه استفاده نه محدودوی بلکه د هغوی د اخلاقو او چلند حدود او ثغور د قانون په چوکاټ کی تعینوی او تعمیلوی. 
د پولیسو د ذاتی امورو د قانون په دولسمه ماده کی عسکری لوړه (تحلیف)  په لاندی شرح تحریر شوی دی : 
هغه څوک چی د پولیسو په ځواکونو کی شاملیږی ، مکلف دی چی لاندی ډول لوړه وکړی: 
(د لوی خدای (ج ) په نامه سوګند یادووم چی وطن ، خلکو او د افغانستان اسلامی جمهوریت ته به صادق یم ، قوانین او وظیفوی وجایب به تعمیلووم، د افغانستان د منطقوی قلمرو نه به ساتنه کووم ، د اسلام د مبین دین نه به پیروی او ساتنه کووم ، د خپلو دندو د سرته رسولو په لاره کی به صادقانه او بیطرفانه عمل کووم، د قوانینو د تنفیذ او عملی کولو په برخه کی به هیڅ ډول بی پروایی نکووم ، د دندی د سرته رسولو په لاره کی به له هیڅ ډول قربانی دریغ و نکړم او پدغه لاره به له هر ډول تخلف او سر غړوونی ځان وساتم.)
ځکه نو د پورتنی یادی شوی لوړی په پام کی نیولو سره د خپلو دندو په سرته رسولو کی د ملی پولیسو د منسوب په حیث لاندینی قواعد رعایتووم او ورته به وفادار اوسیږم. 
۱- زما اساسی دندی د ملی پولیس د منسوب په حیث د اساسی قانون ، د پولیسو د قانون (او هیواد د نورو نافذه قوانینو) سر ه سم عبارت له ټولنی ته خدمت ، د خلکو د مال او ځان ساتنه (ښځی ، نر ، ماشومان ) ، د خلکو حقوقو رعایتول او د هغوی قانونی آزادیو ته احترام چی د هیواد د نافذه قوانینو سره سم د هغوی نه ساتنه او حفاظت کووم. 
۲- زما دنده ده چی د امرینو د قانونی اوامرو څخه اطاعت وکړم ، د خپلو دندو په سرته رسولو کی غفلت و نکړم او د خپلی دندی او امرینو په برخه کی له هر ډول نا قانونه او غیر اصولی اظهاراتو او څرګندونو څخه ډډه وکړم. 
۳- زه به هیڅ وخت غلط او ناسم اطلاعات او راپورونه چی ګمراه کوونکی وی او د حقیقت څخه لری وی ، وړاند ی نکړم او هیڅکله به د ملی پولیسو دندو پوری اړونده د اجرااتو او کړنو شواهد او مدارک په قصد سره تحریف، پټ او یا له منځه یو نسم. 
۴- د ملی پولیس د یو منسوب په حیث  به هیڅ وقت شرموونکی ، غیر اصولی او نا قانونه اعمال چی د خپل ځان د سپکاوی او د پولیسو د اداری  د بی اعتباره کیدو موجب وګرځی ، سرته ونه رسوم او له  دغسی اعمالو څخه به ډډه وکړم لکه:
الف: د جنایت کاره بانډونو او ډلو سره لاس درلودل.
ب: د جنایی مجرمانو سره یولاس کیدل.
ج: د رسمی تصمیمونو په نیولو کی او وظیفوی مکلفیتونو په اجرا  کی له شخصی ، سیاسی ، دوستی ، بد نیتی او دښمنی له احساساتو څخه ګټه اخیستل. 
د: غیر مسؤلو کسانو ته د محرمو معلوماتو افشاء کول.
ه: د وظیفوی او امکاناتو او صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده.
و: د وظیفوی اسرارو په ساتنه کی بی پروایی.
 
۵- د هــــــر ډول اداری فســــــــاد سره مبارزه .
۶- د هر ډول نژادی ، قومی، مذهبی ، سمتی ، ژبنی او جنسی تبعیض سره مبارزه.
۷- ژمنه کووم چی ؛ د بشر د حقوقو د نړیوالی اعلامیی احترام کووم ، هیڅوخت د تاوتریخوالی او تیری څخه کار نه اخلم او خپلی دندی د ظیفوی حدودو او صلاحیتونو  څخه تیری نکووم ، او همدارنګه د هر ډول زورونی مخالف یم او د هیڅ وګړی سره په غیر انسانی ، توهینوونکی او د انسانی کرامت مخالف چلند نه کووم. 
۸- هر وخت چی د خپلو همکارانو شکمن ، مشتبه او نا قانونه اعمال وګورم ، خپل امرین په جریان کی اچووم ، او یا هر وخت چی د خپلو امرینو دغه ډول اعمال (د قانون خلاف اعمال او د ظیفوی صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه) وګورم ، هغه مافوقو امرینو ته راپور ورکووم. 
۹- ژمنه کووم چی د خپلی دندی او مسؤلیتونو په جریان کی د هیواد د اساسی قانون د (۱۵۳) مادی د حکم پر اساس د هیڅ یو حزب او سیاسی سازمان غړیتوب نه حاصلووم ، او د هیڅ یوی سیاسی ډلی په ګټه فعالیت نکووم. 
۱۰- ژمنه کووم چی د یو ملی پولیس د منسوب په حیث خپلی ټولی دندی او مسؤلیتونه درک کووم او د هغوی په سرته رسولو کی به ریښتینی اوسیږم ، او همدارنګه د یو با دسپلین ، فرمانبردار ، دنده پیژندونکی فرد په حیث به  د افغانستان د اسلامی جمهوریت ارمانونو ته د اساسی قانون او د هیواد د نورو قوانینو په رڼا کی وفادار او ژمن اوسیږم، د مافوقو امرینو او لوړپوړی مقاماتو قانونی امرونه به منم او د خپلو امرینو اطاعت به کووم او د خپلو مادونانو سره به په مهربانی چلند کووم او د هغوی سره به په صادقانه ډول همکاری کووم او لارښوونه به ورته کووم ، همیشه به د خپل ځان او خپلو مادونانو د مسلکی سطحی د پوهی په لوړولو کی هڅه او کوښښ کووم ،  او په خپل ګران هیواد کی به د سراسری صلحی په استقرار او د قوانینو په یو شان تنفیذ کی یوه شیبه هم غفلت او بی پروایی نکووم. 
د پورتنیو درج شویو قواعدو او موادو نه د سرغړوونی په صورت کی به د هیواد د نافذه قوانینو سره سم د قانونی څار او پوښتنی مستوجب ووسیږم.
 
III- د ملی پولیسو د چلند او سلوک اصول/ نهه ګونی اساسی اصول
زه د ملی پولیسو د منسوب په حیث دا لاندی ۹ اصول په رعایتولو باندی مکلف یم :
 
۱. د قانون حاکمیت 
پوهیږم چی د ملی پولیسو هر منسوب د قانون پلی کوونکی دی او د دولت د رسمی استازی حیثیت لری ؛ نو پدغه اساس لکه څنګه چی په ما باندی اعتماد شوی دی ، زه مکلف یم چی د نافذه قوانینو سره سم اجراات وکړم. 
د یو ملی پولیس د منسوب ټول صلاحیتونه او دندی ما ته د پولیسو د قانون پر اساس سپارل شوی دی چی باید د نافذه قوانینو په رڼا کی عملی شی . د همدغه امر پر اساس ژمنه کووم چی خپل ټول وظیفوی فعالیتونه او مکلفیتونه د پولیسو د قانون او د هیواد د نافذه قوانینو سره سم اجرا کووم ، د هغی جملی نه د خلکو د سر او مال ساتنه او د ټولو افرادو د بشری حقونو حفاظت زما د اساسی ندو څخه شمیرل کیږی. 
 
۲. بی طرفی (د تبعیض نشتوالی)
زه انسانی کرامت ته درناوی لرم او بشری حقونه رعایتووم او خپلی ټولی دندی د جنسیت ، قومیت ، ژبی ، دین ، سیاسی عقیدی ، یا اقتصادی وضعیت په پام کی نه نیولو سره په بی طرفانه ، یوی خاصی ډلی یا جناح ته د تمایل یا سؤنیت پرته او  غیر جانبدارانه ډول سرته رسووم. د هیواد ټولو اتباعو په خاص ډول متضرره قشرونو (ښځو او ماشومانو ، معلولینو او معوبینو ) او نورو خارجی  اتباعو سره چی په د افغانستان په اسلامی جمهوریت کی مقیم دی، په مساویانه ، مودبانه ، محترمانه ډول چلند کووم ، او هیڅکله اجازه نه ورکووم چی شخصی احساسات ، دښمنی ، کورنی اړیکی ، شخصی اړیکی ، انډویوالی او نزدیوالی زما مسلکی اجراات او کړنی تر تاثیر او اغیزی  لاندی راولی. زه د هیواد د نافذه قوانینو د سم او غوره تطبیق لپاره اجراات کووم او کوښښ کوم تر څو د مسلکی دندو د اجرا پر مهال، د خلکو سره حد اکثر همکاری ولرم. زه خپل چلند او سلوک پداسی ډول سینګاروم چی د خلکو اعتماد او احترام و خپل مسلک و موقف ته جلب کړم. 
 
۳- د زور یا ځواک کارول
زه د ځواک څخه یواځی هغه وخت د قانون په رڼا کی ګټه اخلم چی د ځواک څخه استفاده ضروری او متناسبه وی او په هغه اندازه چی زما د مسلکی دندو د اجرا لپاره ورته اړتیا وی او عدالت تامین کړی او هیڅکله د غیر ضروری ځواک او تشدد څخه ګټه نه اخلم. زه د ځواک یا قوی نه د مخنیوی د وسیلی په توګه تنها هغه وخت ګټه اخلم چی د بحث ، خبرو اترو او قناعت ورکونی کوښښونه ټول بی نتیجی ثابت شی. د ځواک یا قوی څخه د استفادی په وخت کی ځواک د متوجه خطر په تناسب پکار وړم  او خپله ناریه سلاح یواځی د نهایی او وروستنی اقدام په توګه پکار وړم. په نادرو مواقعو کی حتی که د ځواک نه ګټه اخستلو مجبور هم شم ، هیڅکله په خلکو باندی غیر ضروری او درد لرونکی عمل نه تحمیلووم او دهغوی سره ظالمانه ، سپکوونکی او غیر انسانی چلند نکووم او همدارنګه پوهیږم چی په هیڅ ډول حالاتو کی پشمول د مافوق امر هدایات ، جنګی حالات، د جنګ خطر ، د ملی امنیت پر وړاند تهدید ، سیاسی ناورین او یا نورو بیړنیو حالاتو کی راته مجاز نده چی هر ډول زورونکی عمل ، مجازات یا ظالمانه چلند په خلکو باندی تحمیل کړم یا پری لاس پوری کړم. 
 
۴- مسئولیت 
پوهیږم چی نظارت یا توقیف لاندی د افرادو د صحت او سلامتی په هکله اطمینان حاصلول  زما دنده ده او ددغه اطمینان د حاصلولو لپاره د عاجلو اقداماتو په اتخاذ باندی مکلف یم تر څو دغسی افرادو ته  د اړتیا په وخت کی  صحی پاملرنه وشی .
 
۵- د محرمیت ساتنه 
هره محرمه موضوع چی وینم ، اورم او یا یی زده کووم ، د هغی په محرم ساتلو کی هڅه کووم او د قانون ا جازی نه پرته یی په افشاء کولو لاس نه پوری کووم ، ځکه پوهیږم چی ټول افراد د مصؤنیت او د اسرارو د حفظ حق لری ، او هغه معلومات چی د هغوی په اړه ځما په اختیار کی ورکول کیږی ، د محکمی  د حکم څخه پرته نه نشروم. 
 
۶- د اوامرو نه اطاعت 
پوهیږم چی ټول قانونی اوامر باید اجرا شی ؛ په هغه صورت کی چی د اوامرو په اجرا کی بی پروایی وکړم، د نافرمانی ، بی پروایی او تعلل په دلیل د مواخذی لاندی نیول کیږم . دا خبره باید په پام کی ونیول شی چی د مافوق امر د اوامرو اطاعت د بشری حقونو پروړاندی  د تاو تریخوالی نه ډک شدید اعمال نه توجیه کوی. 
 
۷-  ټولنی ته خدمت 
 زه ټولنی ته خدمت کووم ، ددغه ملحوظ پر اساس د ټولنی مصؤنیت او اړتیاوی زما لپاره په لمړیتوبونو کی قرار لری.هر ډول حقوقی خدمتونه چی د هغی په تیارولو باندی قادر ووسیږم ، خپلو هیودوالو او د نورو هیوادونو اتباعو ته پشمول د اړو افرادو سره قانونی مرسته کووم.  زما دنده ترڅو د خلکو سره نیکی اړیکی ټینګی کړم او د هغوی اعتماد حفظ کړم. په ټولو وختونو کی خپلو همکارانو ته احترام او پاملرنه کووم او د هغوی نه بشپړ ملاتړ کووم.
 
۸- صداقت 
پوهیږم چی د ملی پولیس صداقت باید د هر ډول انتقاد څخه په امان اوسیږی او د هر هغه عمل سرته رسولو څخه څ ځان وساتم  چی زما صداقت ته زیان رسوی او د اخلکو اعتماد د ملی پولیسو په خدماتو باندی تر پوښتنی لاندی راولی.  او همدارنګه په هیڅ ډول د اداری فساد په  عمل او بډی اخیستنه کی برخه نه اخلم او د ملی پولیسو د منسوبینو لخوا ددغه ډول عملونو د سرته رسولو په هکله د راپور ورکولو څخه سترګی نه پټوم. 
زه د هرډول داسی تحفی ، ډالی ، د عضویت د حق ، هدیی ، یا وعدی د منلو څخه چی په صادقانه او د قانون سره په سم ډول زما د وظیفوی اجرااتو د سرته نه رسولو سبب وګرځی ، پرهیز کووم.  
پوهیږم چی د صداقت د نشتوالی یو ساده حرکت ما  د خلکو پر وړاندی بد معرفی کوی ، نو بنا پردی د هر هغه عمل د سرته رسولو څخه چی دا ډول درک منځته راوړی ، ځان ساتم. 
زما د چلند او سلوک اصول به پداسی ډول وی چی د پولیسو په هکله بی اعتمادی منځته را نه وړی  او زما شخصیت ، اخلاق او چلند به د دندی څخه بهر د ټولنی د ټولو وګړو لپاره  د مثال یوه نمونه وی چی ددی نتیجه کی به په هغه ټولنه کی چی زه پکښی ژوند او خدمت کووم، زما سره محترمانه چلند صورت مومی. 
زه نه يواځی د خپل چلند مسئول یم بلکه د ملی پولیسو د ټولو منسوبینو هغه چلند او سلوک چی ددغه چلند او سلوک د اصولو سره په تضاد کی قرار ولری ، نه قبلووم. هر هغه وخت چی د نورو منسوبینو لخوا  دداسی یوی کړنی څخه خبر شم چی ددغه اصولو سره په تضاد کی قرار ولری، مکلف یم چی یاده شوی کړنه مافوق آمر ته او د لزوم په صورت کی ټولو هغه نورو مقاماتو ته راپور ورکړم چی تخلفاتو او سرغړونو ته د رسیدګی صلاحیت لری. 
۹- لزوم دید(صلاح دید)
د لزوم دید (صلاح دید) ځواک چی د دندی په نتیجه کی ماته محول شوی دی ، د پولیسو د قانون او د مشروعیت په پام کی نیولو سره یی په کار وړم ، خپل تصامیم د قانونی والی ، ضروری والی او متناسبوالی په اساس نیسم او د قانونی او مسلکی  لزوم دید یا صلاح دید د ډول د انتخابولو پر مهال  ټول حالات او احوال په پام کی نیسم.
همیشه دا خبره په یاد لرم چی په اکثره حالاتو د ګرفتاری په نسبت د مشوری ورکوونه کولای شی چی د مطلوبو اهدافو په لاسته راوړنه کی ګټور او مفید ثابت شی. 
 
V. تادیبی اقدامات 
 
1. د کورنیو چارو وزارت صلاحیت لری چی د چلند او سلوک د اصولو مطابق د ملی پولیسو د منسوبینو د فعالیتونو د اجرا په هکله اطمینان او ډاډ حاصل کړی. د کورنیو چارو وزارت مسئولیت لری چی د قانون د احکامو او د چلند او سلوک د مقرری سره سم د ملی پولیسو پر وړاندی ټول رالیږل شوی شکایتونه ثبت او په فنی او مسلکی ډول ورته رسیدګی وکړی. د پولیسو د منسوبینو د مسلکی اجرااتو پر وړاندی ټول شکایات د هغوی مستقیمو مربوطه آمرینو او یا د تفتیش او داخلی چارو ریاست ته سپارل کیږی ترڅو د هغی پر اساس تادیبی پلټنی شروع کړی. 
۲. د اصولو د نقض په اړه ادعاوی او همدارنګه د ملی پولیسو د منسوب د هغه تادیبی اقدام په اړه  اعتراض چی د قانون د حکم پر اساس د پولیسو د آمر (مستقیم آمر) له لوری د ذکرشوی منسوب په اړه باندی تر لاس لاندی نیول شوی دی ، د کورنیو چاروو د تادیبی بورد (کمیسون) له لوری د رسیدګی لاندی نیول کیږی.  هر هغه د ملی پولیسو منسوب چی د هغه په وړاندی شکایت صورت موندلی وی ، حق لری تر څو د کورنیو چارو د تادیبی او انضباطی هیات پواسطه د موضوع د رسیدګی په جریان کی حضور پیدا کړی. 
۳. د کورنیو چارو د تادیبی او انضباطی هیات له لوری شکایاتو ته رسیدګی په چټکه ، عادلانه او د قانون د حکم د مندرجو اصولو سره په سمه توګه صورت مومی.  ددغسی رسیدګی موخه د پولیسو د هغو منسوبینو تادیبول دی چی د مسلکی معیارونو نه بهر یی عمل کړی وی. د تصمیم نیولو پر مهال د پولیسو د اجرااتو په اړه د پلټنو د جریان څخه ټول لاسته راوړی مدارک او وړاند کړی شوی اطلاعات د تادیبی هیات له لوری په پام کی نیول کیږی. 
۴. د پولیسو آمر یا (د تفتیش عمومی ریاست) پس له هغی چی د پولیسو د منسوب پر وړاندی وارده ادعاګانی په اثبات ورسیږی ، ددغو ادعاګانو  پر اساس باندی خپل تصمیم نیسی. د ادعاګانو د نه ثابتیدلو په صورت کی ، د پولیسو منسوب خپلو مسلکی فعالیتونو ته پرته له دی چی وارده ادعاګانی ورته وظیفوی خندونه منځته راوړی ، ادامه ورکوی. لیکن د ملی پولیسو د منسوب لخوا  د  غیر مسلکی عمل د ارتکاب په صورت کی ، د پولیسو آمر یا (د تفتیش او داخلی چارو عمومی ریاست ) د مسلکی اجرااتو نه د سرغړونی پر مهال د پولیسو د منسوب حالت ته، د هغه کاری سوابقو ، چلند او اخلاقو ته په پاملرنی سره هغه احوال چی په هغی کی مسلکی اجراات نقض شوی دی ، په مجموع کی په پام کی نیسی. 
۵. د پولیسو د آمر یا د تفتیش د عمومی ریاست پواسطه د ارتکاب شوی عمل په اړه هر ډول تادیبی اقدام د پولیسو د آمر د توضیحاتو څخه وروسته، د قانون سره سم تطبیقیږی. د ملی  پولیسو د چلند او سلکوک نه د سرغړوونی پر وړاندی یواځی یو تادیبی اقدام تر لاس لاندی نیول کیږی. هره تادیبی فیصله په کتبی شکل د پولیسو منسوب ته خبر ورکول کیږی ، د کورنیو چارو د وزارت د ذاتیه چارو (مربوطه پيژند) شعبی پواسطه ثبت کیږی او د پولیسو د منسوب په سابقه خدمت کی درج کیږی ؛ البته ویلی شو چی غیر رسمی اخطارونه (توصیی  یا شفاهی اخطارونه ) ددغه امر نه مستثنی دی او د پولیسو د خدمت په سابقه کی نه ثبتیږی. د پولیسو د سرغړوونکی یا متخلف منسوب په اړه هر ډول لاسته راغلی نتیجه ، په رسمی ډول د کورنیو چارو د وزارت د هبری او د منسوب د مستقیم آمر په اختیار کی قرار نیسی. 
۶. د پولیسو آمر یا د تفتیش او داخلی چارو عموعمی ریاست په لاندی ډول په ترتیب سره د ملی پولیس د منسوب له لوری د چلند او سلوک د اصلولو د نقضولو په صورت کی ، لاندینی انضباطی او تادیبی اقدامات ترلاس لاندی نیسی: 
توصیه 
شفاهی اخطاریه
رسمی اخطاریه
بل ځای ته تبدیلی 
د قرارداد فسخ کول (په هغه صورت کی چی سرباز ووسیږی)
د وظیفی نه انفکاک 
د سمونوالی د رتبی پوری د کورنیو چارو د وزارت د صلاحیتونو څخه دی او د هغی نه پورته (( یعنی د عالی رتبه افسرانو ردیف (جنرالان)  )) د جمهوری ریاست د مقام له صلاحیتونو څخه دی. 
 
۸. د ملی پولیسو منسوب د هغه تصمیم پر وړاندی چی د پولیسو د قومندان یا د تفتیش او داخلی چارو د عمومی ریاست او یا د کورنیو چارو د تادیبی او انضباطی امورو د کمیسون لخوا نیول شوی وی، د استیناف غوښتنی ( لوړو مراجعو ته د شکایت) حق لری. 
۹. هر ډول انضباطی سرغړونه چی د جزایی اجرااتو سبب شی، د جزایی روند سره سم د رسیدګی لاندی قرار نیسی او د جزایی کړنی ته د رسیدګی پر مهال ، د ملی پولیس وظیفوی حالت د ملی پولیسو او ساتنمانو د ذاتی چارو د قانون او نورو مربوطو تقنینی اسنادو سره سم ، مشخص کیږی. 
 
 
زه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ، د افغانستان ملی پولیس دا څرګندونه کووم چی:
 
د ملی پولیسو د چلند او سلوک د اصولو یوه نسخه چی د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت لخوا نشر شوی ده، پلاس راوړه .
 
په اخره کی پوهیږ م چی ددغی د چلند او سلوک د تعهدنامی  مطالعه او دهغی نه خبرتیا زما مکلفیت دی او هر وخت چی ددغه چلند او سلوک د اصولو  د احکامو څخه یو حکم نقض کړم ، د هیواد د نافذه قوانینو او تادیبی طرزالعملونو پر اساس ، او په خاصه توګه د جزا د قانون د (۲۷۵ نه تر ۲۷۹ ) مادو سره سم  به د عدلی تعقیب لاندی نیول کیږم. 
نیټه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لاسلیک ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
موقف او نوم ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د با صلاحیته آمر امضاء او تایید ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
 
د کورنیو چارو د وزارت  د مقام د حقوقی مشاوریت د همکارانو او ملګرو ، د تعلیم او تربیی د عمومی قومندانی او همدارنګه د ویکتور شمیت (Victor SCHMIDT  ) د کورنیو چارو د وزارت مشاور ، او د محترم سید اسیدالله ځل د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندی د ملګرو ملتونو د مبارزی د دفتر (UNODC) کارکوونکی څخه او نورو ټولو دوستانو څخه چی ددغه سند په تدوین کی یی زیاد زحمت ویستلی دی ، مننه کووم. 
لوی پاسوال میرزا محمد " یارمند"
د کورنیو چارو وزارت اداری معین