د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال مراد علی مراد لنډه پیژندنه

 

 
 

امنیتي ارشد معینیت

امنیتي ارشد معینیت د پولیسو د ټولو برخو مدیریت په غاړه لري او لاندنیو برخو څخه څارنه کوي:

1. امني پولیس یا یونیفورم لرونکي پولیس 
2. سرحدي پولیس
3. د عامه نظم او امن پولیس 
4. د ځانګړو پولیسو قطعې 
5. سیمه ییز پولیس 
6. د ترافیکو پولیس
7. د طبعي پیښو او اور وژنې په وړاندې د مبارزې پولیس
8. د جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیس
9. د ترهګرۍ سره د مبارزې پولیس
10. د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیس
 
یونیفورم لرونکي پولیس د ملي پولیسو ستره برخه جوړوي او د پولیسو د قانون پر بنسټ د پولیسو د ډیرو سترو دندو د سرته رسولو مسوولیت په غاړه لري په تیر یو کال کې ۱۴۹۰۰۰ زره تنه چې د پولیسو  د ځواکونو په ۱۰۰ کې ۷۳ برخه جوړوي یونیفورم لرونکي پولیس دي.
یونیفورم لرونکي پولیس افغانستان کې په ټولو امنیتي حوزو او د پلټنو په ځاینو کې په دندو بوخت دي غالباً همدغه پولیس د ټولو پیښو پر وړاندې لومړني غبرګون کوونکي ځواک دي.
د افغانستان په هر ولایت کې یوه د پولیسو امنیه قومانداني او د افغانستان په ۳۶۴ ناحیو کې د پولیسو یوه حوزه شتون لري پولیس چې په امنیه قوماندانیو او حوزو کې په دندو بوخت دي ډیرې یي یونیفورم لرونکي پولیس دي همدا رنګه هغوي په ټول افغانستان کې په همیشنۍ او ګرځنده پلټنځایونو کې مسوولیت لري.
 
د افغانستان سرحدي پولیس د افغانستان د سرحدونو د ساتنې مسوولیت په غاړه لري په سرحدونو کې د خلکو او وسایطو د تګ راتګ کنټرول او څارنه، په هوایي ډګرونو کې د سرحدونو د تګ راتګ د پاره د اسنادو په اړه ډاډ لاسته راوړل، د کډوالو او پناه والو د تګ او راتګ کنټرول، د نشه یي توکو، لرغونو اثارو او انسانانو د قاچاق د مخنیوی  او نړیوالو هوایي ډګرونو او سرحدي نقطو نه د تیریدو د امنیت د ټینګښت د سرحدي پولیسو د هغو مهمو او بنیادي دندو څخه ګڼل کیږي چې په دی وروستیو کلونو کې د هیواد په سرحدي سیمو کې او افغانستان ته د ترهګرو د راتګ د مخنیوي د پاره جوړې شوي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د شپږو ګاونډیو هیوادونو سره د ۵۵۲۹ کیلو مترو په اوږدوالي ګډه پوله لري.
سرحدي ځواکونه په ۸۶ ولسوالیو کې چې په ۱۹ ولایتونو کې پرتي دي د پولو په اوږدو کې عملاً فزیکي شتون لري.
 
د ګاونډیو هیوادونو سره د ګډې پولې د واټن اندازه:
  • د چین د ولسي جمهوریت سره ۷۶ کیلو مټره واټن 
  • د پاکستان د اسلامي جمهوریت سره د ډیورنډ د لیکې په اوږدو کې ۲۴۱۲ کیلو مټره واټن 
  • د ایران د اسلامي جمهوریت سره په ۹۳۶ کیلو متره ګډ واټن 
  • د ترکمنستان جمهوریت سره ۷۴۴ کیلو متره واټن 
  • د ازبکستان د جمهوریت سره ۱۳۷ کیلو متره واټن
  • د تاجکستان د جمهوریت سره ۱۲۰۶ کیلو متره واټن
د افغانستان سرحدي پولیس د ګاونډیانو سره په همغږۍ، د ښه ګاونډیتوب او د دولتونو تر منځ د حقوقو پر بنسټ د مرکزي قرارګاه له لوري د شپږو سرحدي زونونو، د ځکمني کنټرول د تیریدو ۱۵ ځایونو ، نړیوالو پینځو هوایي ډګرونو د ګمرکونو د ساتني د قطعي په ګډون، د مسافرینو د تګ راتګ او د هغوي سره د مالونو د محمولې د کنټرول او تنظیم دنده په غاړه لري.
سرحدي پولیس د ۱۳۹۲ لمریز کال په اوږدو کې ۲۷۸ کیلو ګرامه هیروین، ۳۰۴ کیلوګرامه اپیم ، ۲۶۰۰ کیلو ګرامه چرس، ۳۵ کیلوګرامه مورفین ، ۳۰۴۰ لیتره تیزاب او ۱۰۲۹ کیلوګرامه امونیم نائیټریټ لاسته راړوي دي.
څرنګه چې سرحدي پولیس په هیواد کې ډیري ستري دندې په غاړه لري له همدغه کبله د دښمن د بریدونو خوندي پاتې نه دي چې کولي شو دغه مالومات په لاندې ډول وړاندې کړو:
  • د دښمن له لورې ځانمرګي بریدونه ۷ ځله 
  • د دښمن لخوا د کمینونو نیول ۱۰۴ ځله 
  • د دښمن سره مخامخ جګړه ۱۷۸۶ ځله 
یو د ډیرو مهمو ګواښونو څخه په سرحدونو کې د پاکستان لخوا په سرحدي پولیسو او ځایي اوسیدونکو د راکټونو توغول دي چې په ۱۳۹۲ کال کې ۱۱۸۶ ډزه راکټونه او توپونه په سرحدي سیمو توغول شوي دي.
د نوی ټیکنالوجۍ د پیژندنې او کارونې په پیل سره د سرحدي پولیسو اغیزمنتیا د ودي او پرمختګ په حالت کې ده د همدغې موخې د پاره د سرحدي پولیسو لويه قوماندانې لاندې سیستمونه ځای پر ځای او په کار اچولي دي:
 
د جعلي پاسپورټ د مخنیوي  په منظور د پاسپورټ د ثبت د پاره د سکینرونو برابرول
په سرحدي کمیساریو کې د ما ورای بنفش د تیکنالوجۍ نه ګټه پورته کول 
د هیواد په هوايي ډګرونو او سرحدونو کې د بائیو میټرک د ټیمونو جوړول
د هیواد په بندرونو کې په پرمخ تللی سیستم سره د پلټنې د ماشینونو ځای پر ځای کول
 
د افغانستان د عامه نظم او امن د پولیسو د ځواکونو شمیر نږدې ۱۵۰۰۰ زرو تنو ته رسیږي چې په ټول افغانستان کې په ۷ برخو او ۳۳ کنډکونو کې په تشکیلاتي جوړښت کې تنظیم شوی دي د افغانستان د عامه نظم او امن پولیس یو ګرځنده ځواک دي چې د هیواد په هر ځای کې کولی شي ځاي پر ځاي شي.
نړیوالې ټولنې د افغانستان د عامه نظم او امن پولیس د افغانستان امنیت د ټینګښت د پاره د یوه ډیر غوره اغیزمن ځواک په توګه ارزولي دي.
 
د ملي پولیسو ځانګړو قطعاتو لوي ریاست د قطعاتو او جز و تامونو مشر تابه دنده لري چې د نشه یي توکو، د سازمان کړې شوو جرمونو ، ځانمرګو بریدونو ، د واټ په غاړو کې د ځاي پر ځاي شوو ماینونو د شنډولو او په ټوله کې د ټول افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د ځانګړو عملیاتو سرته رسول په غاړه لري.
د پولیسو ځانګړي قطعات ۵ برخې لري چې دا په پولیسي زدکړو سمبال شوې ځواک دی چې د کورنیو چارو په وزارت کې د ترهګرۍ پر وړاندې یو پیاوړي قوه ده دا په هره کچه د ترهګرۍ او مجرمینو پر وړاندې د مبارزې غښتلې ځواک دي چې د هیواد په هره برخه کې د هغوي پر وړاندې عملیات ترسره کوي.
د پولیسو ځانګړو قطعاتو د لوي ریاست د قطعو څخه په بحراني حالت (CRISIS RESPONDING UNIT) کې یوه د چټک غبرګون قطعه ده دا ځانګړې قطعه په مرکز کې د ترهګریزو بریدونو د دفع او شنډولو دنده په غاړه لري.
 
د کورنیو چارو په وزارت کې سیمه ییز پولیس د لنډ وخت د پاره ځواک دي چې د ولسوالیو او کلو د امنیت د ټینګښت د پاره منځ ته راغلې دي چې د اړدوړ کوونکو د سختو بریدونو د ګواښ لاندې دي. سیمه يیز پولیس د هغو سیمو څخه په کار ګمارل کیږي چې د هم هغې سیمې اوسیدونکې وي.
د سیمه يیزو پولیسو دندې په لاندې ډول دي:
 
  • د افغانستان د دښمنانو د شر څخه د خلکو ژغورل 
  • د امنیتي ګواښونو په وړاندې د دولتي سیمه يیزو ودانیو ساتل 
  • د لاس لاندې ودانیو ساتل 
  • د پراختیا او بیا راغونې په کار کې ګډه مرسته 
  • د شورشیانو د ویجاړونکو کړنو او بریدونو څخه مخنیوي
  • د شورشیانو د هستوګنې د ځالو له منځه وړل 
  • د امنیت په ټینګښت کې مرسته 
 
د سیمه يیزو پولیسو د منسوبینو استخدام د سیمه ییزو پولیسو د ریاست لخوا د دغو پولیسو د طرزالعمل په پام کې نیولو سره ترسره کیږي سیمه ییز اورګانونه د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې د منسوبینو په تنظیم کولو کې مرسته کوي د سیمه ییزې شورا د تضمین او ارزونې څخه وروسته افراد په کار ګمارل کیږي د سیمه ییزو پولیسو تشکیل په کورنیو چارو وزارت کې د امنیتي ارشد معینیت په آډانه کې راځي.
د ولایتونو په  کچه د امنیت امر او د ولسوالیو په کچه د ټولي قوماندان سیمه ییز پولیس او د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ مرستیال د تنظیم ، ادارې ،څارنې او کنټرول مسوولیت نیغ په نیغه په غاړه لري او په دندو باندې د سیمه ییزو پولیسو ګمارل د ولایت او ولسوالیو د امنیه قوماندانانو لخوا سرته رسیږي.
په سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو زدکړه د ملي اردو او نړیوالو ځواکونو لخوا سرته رسیږي په ځینو برخو کې څارنوالان او قاضیان د قانونې زدکړو او د قانون د پلې کولو په برخه کې سیمه ایزو پولیسو ته زدکړې ورکوي د سیمه ایزو پولیسو دنده یواځې د سیمې د امنیت ټینګښت دي او د ملي پولیسو په کارونو کې د لاس وهلو حق نه لري د بیلګې په توګه سیمه ییز پولیس د چا د نیولو حق نه لري او هغه کسان چې نیول شوي دی باید ملي پولیسو ته وسپارل شي سیمه ییز پولیس په ډیرو ځاینونو کې د امنیت په ټینګښت کې اغیزمن جوت شوی دي د بیلګې په توګه سیمه ییز پولیس د هلمند ولایت په مارجه، ناد علی ، ګرمسیر، ناوا ، ګرشک، موسی کلا او سنګین ولسوالیو کې جوړ شول چې په نوموړو سیمو کې د امنیت په ټینګښت کې مثبتې کړنې درلودلې د هرات د شینډنډ په ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو وکولی شو چې ډیر ښه او غوره امنیت ټینګ کړي همدا رنګه په ځینو نورو سیمو او د هغې له ډلې څخه د کونړ ،کندوز، سرپل او نورستان په ولایتونو کې د امنیت په ټینګښت کې ډیر ښه اغیزمن جوت شوي دي.
 
د ترافیکو لوي ریاست په هیواد کې ترافیکي چارو ته رسیدل او د ترافیکو د سالم جریان او امن د ټینګښت په جریان کې د سیر جواز د مقررې ، د چلولو د اجازې د مقررې او د سیر او د حرکت د مقررې د ترافیکي قانون او تقنیني اسنادو په رڼا کې د کورنیو چارو وزارت په آډانه کې فعالیت سرته رسوي.
هغه کړنې او فعالیتونو چې د ترافیکو لوي ریاست لخوا سرته رسیدلې په لاندې ډول دي:
  • د واټ د ترافیکو د قانون تنفیذ او د قانون د منلو د فرهنګ رواجول
  • په ښارونو کې د ترافیکي جریان سمبالښت 
  • د ترافیکي سرغړونو د مخنیوی  د پاره د عملیاتو سرته رسول 
  • د ترافیکي ادارو په تشکیلاتو له سره کتنه 
  • د تیر کال ترافیکي پیښو ارزول او څیړل
  • د ترافیکو د منسوبینو د زدکړو د پاره لنډ مهاله او اوږد مهاله کړنلاري جوړول
  • د ترافیکو د ادارو د اړتیا جوتول 
  • د بدیلو واټونو د جوړولو د پاره د ټولګټو د وزارت د مرستو او پام راجلبول 
  • د کورنیو چارو وزارت ته په لویو ښارونو کې د ترافیکي نظم د ټینګښت په تړاوو وړاندیز ورکول
  • د پلې کیدونکې برنامې ترتیب د هغو ګړندیو وسایطو د واریدولو بندول چې د هغې د تولید نیټه ۱۰ کاله مخکې ده.
 
د اور وژنې او طبعې پیښو پر وړاندې د مبارزې لوي ریاست د هیواد  په کچه د اړوند چارو د تنظیم او د اور د مخنیوي  او د هغې د مړه کیدو، د اورنه د خلکو او د هغوي د مالونو د ژغورلو او د اور لګیدنې د پیښو نه د مخنیوي  په موخه دنده په غاړه لري.
 
د دغې دندې دښه سرته رسولو دپاره د غوره تدبیرونو په لاره اچول، د اغیزمندو تدبیرونو او داور د مړه کیدو په برخه کې د ډاډ حاصلول، د تخنیکي وسایلو نه په ښه توګه د اور په مړه کیدو کې کار اخیستل، په دولتي او نا دولتي ودانیو کې اساسي سروې، تخنیکي سروې او اوپراتیفی سروې سرته رسول او د ودانیو او تاسیساتو د ټولو تخنیکي برخو څارنه اوهمدا راز په دغو ودانیو کی د طبعی پیښو لکه زلزلې، واورې ښویدنې،د سیلابونود کچې لوړوالې،د الوتکو غورځیدل او ترافیکی پیښو د مخنیوي  دنده په غاړه لري.
په ورستیو ۱۲ کلونو کې اور وژنې ته ځانګړې پاملرنه شوي ده دا ځکه چې په زیات شمیر کې د اور وژنې وسایط او وسایل د دې ادارې په واک کې ورکړ شوی دی. همدا راز ویجاړ شوي تاسیسات او ودانۍ رغول شوې او د دی ادارې تشکیل د اور وژنې د ریاست څخه د طبعې پیښو او اور وژنې لوي یاست ته لوړ کړی شویدی چې اوس دا اداره د هیواد په ټولو ولایتونو کې خپل استازیتوب لري.
د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ژغورلو او اور وژنې ۳۶ ډلې (ټیمونه) فعالیت کوي چې په ټوله کې ۱۵۰۰ تنه د هغې تشکیل جوړوي په هرې ډلې کې لږ تر لږه د اور وژنې دوه عصري موټرې شتون لري چې د مسلکي مهارتونو نه هغوي ګټه پورته کوي د هیواد په کچه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په ټوله کې ۱۴۶۲ د اور، زلزلې ، اوبو زیاتوالې ، واورې ښوویدنې او نور منځ ته راغلي دي چې دی پیښو د ځان سره مالي او ځاني زیانونه هم درلودل لکه چې په نوموړو پیښو کې ۱۷۵ تنه وژل شوي او ۷۵ تنه ټپیان شوي دي او لږ تر لږه ۵۴۶۱ میلیونه افغانۍ هیواد والو ته مالي زیانونه رسیدلي وو همدا رنګه د یادونې وړه ده چې د دغه ریاست د کار کوونکو په هلو ځلو سره د ۲،۳ ملیاردو افغانیو په اندازه د هیواد والو د مالي زیانونو څخه مخنیوی شوي دی.
 
د افغانستان ملي پولیس د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسوولیت او د جرمونو د پیژندنې او د جرمونو د سطحی د ټیټیدو د مخنیوي  دنده په غاړه لري او د لوي څارنوالۍ سره د جرمو نو په څارنه کې مرسته کوي .
مسلکي دندې د دې ریاست هغه مهال پیل کیږي چې یو جرمي عمل سرته رسیدلې وي او یا پولیس په هغې خبر شوي وي، جنایي پولیس د عدلې څارنې او تعقیب د پاره اړین مالومات او درکونه د مجرمینو د نیولو د پاره په کار اچوي د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزي د لوي ریاست نورې دندې په هیواد کې د جرمي او امنیتي حالت څیړل، د جرمونو د لوړ او ټیټ ګراف د لاملونو په اړه مطالعه ، تخنیکي او تکتیکي تغیرونه چې د مجرمینو د جرم په اسلوب او کرکټرونو کې څرګندیږي، د مهمو جرمي پدیدو په وړاندې د مبارزې تمرکز او تشدید لکه د انسان قاچاق ، جنسي تیرې، تښتوني ، وژل ، اقتصادي جرمونه ، فساد او ترهګري بریدونه ، ځانمرګي او چاودونو څخه عبارت دي.
 
 
د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د ریاست د لوړ مقام د ۱۴۱۲ نمبر حکم پر بنسټ په ۲۳/۱/۸۲ نیټه د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لوي ریاست په خپل تشکیل کې جوړ او د ۱۳۸۲ لمریز کال د غویي په میاشت کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ریاست منظور او جوړ شو.
 
د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست دنده، د سازمان شوو جرمونو د کشف، د سړي تښتوونکو او اداري فساد پر وړاندې مبارزه ،د ملي امنیت د لوي ریاست او د عدلي او قضایي ارګانونو سره په همغږۍ  د مادي جرمونو د جوتیا د پاره د مدارکو او اسنادو راټولول دي.
 
 
د جنایت کوونکو ډلو پیژندنه او نیونه چې سازمان شوي جرمونه سرته رسوي، هغه خلک او کسان د خپلې کلکي او پرله پسې څارنې لاندې نیول چې په ناقونونه توګه عامه شتمنیو څخه د خپل ځان او یا د خپلوانو په ګټه کار اخلي، د سړي تښتوونکو ډلو یا بانډونو جوتول، کشف او نیول او د هغوي د جرم د ثبوت د پاره د اثباتیه مدرکونو راټولول، د پیښو د پراختیا او بډاینې په خاطر د هغې مستند کول او وړاندې کول، او وروسته نوموړي عدلي او قضایي ارګانونو ته وړاندې کول د دي ریاست د اساسي فعالیتونو څخه ګڼل کیږي.