د ښاغلی مسعود احمد عزیزی د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال لنډه پېژندنه - د کورنیو چارو وزارت | د افغانستان اسلامي جمهوریت

د ښاغلی مسعود احمد عزیزی د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال لنډه پېژندنه

ښاغلی مسعود احمد عزیزی د حاجی عبدالعزیز زوی په ۱۳۶۲ هـ ش (۱۹۸۳) میلادی کال د کندهار ولایت د ۳ ناحیې په یوه دینداره او روشنفکره کورنۍ کې زېږیدلی دی.
د ښاغلی عزیزی پلار د خپل وخت سیاسی او قومی مشر او په ټولنه کې با رسوخه شخصیت وه، په خپله سیمه کې یې د یو ځایی مشر په توګه د خپلې وسې خدمتونه سرته رسولی، چې ښاغلی مسعود احمدعزیزی هم د خپل پلار او کورنۍ د نورو غړیو لخوا همېشه علم او تعلیم ته هڅول شوی او همدا وجه ده چې نوموړی تل د علم سره مینه پاللی او په داخل او خارج کې یې زده کړې سرته رسولي دي.
زده کړې:
 
لومړنې زده کړې یې کندهار کې سرته رسولی او د کندهار د مشرقی لېسې څخه فارغ دی، د سیاسیت او سیاسی علومو سره د زیاتې مینې په خا‌طر د کانکور په ازمویینه کې د ننګرهار پوهنتون د حقوق او سیاسی علومو پوهنځي ته بریالی شو.
 
لومړنۍ ماستری یې د پیښور پوهنتون څخه په سیاسی علومو کې واخېسته. او دوهمه ماستري یې د انګلستان د (Warwick) پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو (نړیوالو اړیکو تیوری، د نړیوال امنیت تیوری او مفهوم، حکومتداری، نړیوال کېدل او پرمختګ) کې ترلاسه کړه.
 
لنډ مهالې زده کړې:
په ۱۳۸۶ هـ ش کال کې د ادارې او تجارت انستیتوت- کابل د ادارې(منجمنټ) لنډمهاله زده کړه.
په ۱۳۸۹ هـ ش کال په جرمني هېواد کې د ستراتیژیک مطالعاتو په اړه لنډه مهاله زده کړه.
په ۱۳۹۰ هـ ش کال د چاپان د  توکیو د (Autonomy College) څخه د حکومتدارۍ او عامه پالیسۍ په اړه لنډمهاله زده کړې.
په ۱۳۹۲ هـ ش کال د رومانیا هېواد د خارجه وزارت لخوا د (له جنګ څخه وروسته حالاتو مطالعه) لنډمهاله زده کړه.
 
دندې:
کله چې په هېواد کې د جلالتمآب حامد کرزی په مشرۍ اداره رامنځته شوه ښاغلی عزیزی دنده پيل کړه، تر دې چې په ۱۳۸۳ هـ ش کال د انتخاباتو خپلواک کمیسیون کې مقرر شو، د څه مودې دندې ترسره کولو وروسته د کندهار ولایت د دفتر ريیس او او ځانګړی همکار شو چې تر ۱۳۸۶ هـ ش کال پورې په همدې دنده پاتې شو.
بیا د ملکی خدمتونو د مستقل کمیسیونله لارې دازاد رقابت او د جمهور ريیس په ځانګړی فرماند ننګرهار ولایت مقام د دفتر ريیس مقرر شو، او تر ۱۳۹۲ هـ ش کال په همدې دنده بوخت وه، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت د خلکو او ولایت مقام ترمنځ همغږۍ رامنځته او همدراز په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو کرل د نولس زره(۱۹۰۰۰) هکتاره څخه صفر ته راښکته شو.
لاسته راوړنې او کنفرانسونه:
 
د غازی میرمسجدی خان طلایی مډال چې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د لمنځه وړلو، د کوکنارو د نه کرلو او دحکومت او خلکو ترمنځ د همغږۍ کولو په نتیجه کې د جلالتمآب د افغانستان ولسمشر لخوا ورکړل شوې ده.
اوله درجه تقدیر نامه، چې د ښه حکومت دارۍ او له ځانه د وړتیا ښودلو په پایله کې د جمهوری ریاست له لورې ورکړل شوې ده.
د ۱۳۸۶ هـ ش کال څخه تر ۱۳۹۲ هـ ش کال پوری د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مختلف داخلی او خارجی کنفرانسونو کې اشتراک او بیانیه.
په ۱۳۸۹ هـ ش کال د جرمنی او بروکسل د ناټو پوهنتونونو کې اشتراک او لکچر.
په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې د امنیتی مسؤلیتونو د انتقال کنفرانس کې فعاله ونډه اخېستل.
په ۱۳۹۱ هـ ش کال د کوکنارو د لمنځه وړلو او نه کرلو په اړه کنفرانس کې فعاله ونډه اخېستل.
په ۱۳۹۱ هـ ش کال د (مصالحه او ادغام مجدد) کنفرانس کې فعاله ونډه اخېستل.
په ۱۳۹۱ هـ ش کال د ماسترۍ مونوګراف(Tribal Mechanism in Afghanistan) چې د انګلستان د (Warwick) څخه نشر شو.
د افغانستان او پاکستان په مشورتی لویه جرګه کې يې غړیتوب درلود.
د ښه حکومتدارۍ، دتروریزم سره دمبارزې او د کوکنارو د لمنځه وړلو او نه کرلو په اړه يې ډېری مضامین لیکلی، او په مختلفو مطبوعاتو کې نشر شوی دی.
ښاغلی مسعود احمدعزیزی د خپلو دندو پرمهال په رسمی او غیر رسمي سفرونو د امریکا، اروپا او اسیا ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړی دی او په ترڅ کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.
نوموړی د هېواد د دواړو رسمی ژبو پښتو او دری سربیره په انګلیسی، اردو او هالنډی ژبو باندې هم بشپړ تسلط لری.
 
د کورنیو جګړو پرمهال نوموړی به زده کړو بوخت وه او همدا و جه ده، چې تر اوسه د کوم سیاسی ګوند غړیتوب نه لری.
په ۱۳۹۲هـ ش کال د جلالتمآب ولسمشر حامد کرزی په ځانګړی فرمان د ملکی رتبې څخه د برید جنرالپه ځانګړې رتبه تعدیل رتبه او د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال وزیر وټاکل شو او اوس په نوموړی وزارت کې خپله دنده پرمخ بیایي.

 

د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت:

د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت د پولیسیو د ځواکونو په کچه د هغوي د پالیسو د جوړولو او تشکیلاتي تنظیم او پالیسیو جوړونکي بنسټ دي.د ستراتیژۍ د کاري لورو په برخه کې د ستراتیژۍ لوي ریاست او د ستراتیژیکي پلان د تحلیل او ارزونې ریاست دي.

د پالیسۍ د کاري لورو په برخه کې د څیړنیزو پالیسیو لوي ریاست او د تخنیکي او مادي پالیسیو رییس دنده سرته رسوي، د تشکیلاتو په برخه کې د ځواکونو اغیزمنتوب او د اداري تنظیم ریاست او د تشکیلاتو رییس دنده سرته رسوي. د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت په ۱۳۹۲ کال کې د ملي پولیسو د ځواکونو د ګټورتیا له پاره زیات شمیر پالیس یانې او ستراتیژي ترتیب او جوړی کړی دي چې کولی شو د بیلګې په توګه د هغوي د ځینو نه په لاندې ډول په لنډیز یادونه وکړو:
د جوړ شوي لید لوري (پلان) موخه د افغانستان د ملي پولیسو د لسو کالو د پاره ده تر څو د کورنیو چارو وزارت استراتیژیکې او اوږد مهاله موخې د  پولیسو د پرله پسې پراختیا، او هغه جوړښتونه چې په روان حالت کې د مسولیتونو ، دندو او اړتیاو ته داسې ځواب ووایې چې ملي پولیس لس کاله وروسته شتون ولري په نښه شي تر څو له یو پلوه د کورنیو چارو وزارت مسوولین او منسوبین د هغې پر بنسټ په خپله اړونده کچه موخې او عملیاتي پلانونه جوړ او هغې ته د رسیدلو د پاره هلې ځلې وکړي او له بل لوري د افغانستان خلک د ملي پولیسو راتلونکې نه یو مثبت تصویر ولري دغه لید د دوه کلن تطبیقي یا عملي پلانونو چې ستراتیژۍ او برنامي جزیات دغه لید لوري ته په رسیدلو کې په نظر کې نیول شوي وي ملاتړ وشي ترڅو دغه ملي لید لوري ته رسیدل چې کوم وخت کې اټکل شوي دي ډاډ حاصل شي د دغه لید لوري په جوړلو کې د اعتبار لرونکو لوړو تقنیني اسنادو لکه د افغانستان اساسي قانون، د ملي پراختیا ستراتیژي ، د افغانستان د پولیسو د قانون او د کاري لورو ورکوونکو ډلګیو د وړاندیزونو نه ګټه اخیستل شويده په دې سند کې د هیواد لوړو ګټو، د امنیتي او حکومتوالۍ د اړتیاوو او د افغانستان د خلکو د مشروع غوښتنو په پام کې نیولو ته په کې ځاې ورکړ شوي دي.
په تیر کال کې د کورنیو چارو وزارت د پلان جوړونې او ستراتیژۍ د ګټورتیا په برخه کې د یادونې وړ پرمختګونه شوي دي د کورنیو چارو وزیر د پلان جوړونې او ستراتیژۍ ډایریکیتف چې د کورنیو چارو وزارت د پلان جوړونې ستراتیژۍ د بهیر په برخه کې پوره وضاحت ورکوي د ۱۳۹۲ کال د مرغومي په میاشت کې چې د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ سره سمون لري منظور کړ نوموړې بهیر د پالیسۍ او ستراتیژۍ د معینیت په اډانه کې د استراتیژۍ د لوي ریاست لخوا رهبري کیږي همدا رنګه دا ډایریکتیف د پلان جوړونې ټولې برخې او د معینیتونو او خپلواکو ریاستونو د مسوولیتونو رپورټ ورکولو د زمانې نوملړونو ، فارمټ ، سیستم په ګډون په عملي ډول بیانوي.
د کورنیو چارو وزارت ډایریکتیف د پلان جوړولو د مهمو سندونو جوړښت لکه د ملي پولیسو د ستراتیژۍ او د ملي پلان جوړولو سره مرسته کوي او همدا رنګه د ستراتیژۍ د پلان په پلې کولو کې د کورنیو چارو وزارت سره مرسته کوي د ستراتیژۍ اسناد د کورنیو چارو وزارت په راتلونکو موخو کې د مسوولیتونو د دوو کلونو د لیږد د پړاو په بهیر کې راجوړوي.
 
د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ستراتیژي په لنډ ډول ۱۳ استراتیژیکي موخې بیانوي:
  •  په اړتیاو ولاړه د معیاري ښوونې او روزنې وړاندې کول
  • د دندې او مسوولیت سره متناسب سمبالښت او اکمال 
  • د عملیاتي اغیزمندو پلانونو پراختیا او د پولیسو زیانونو ته کمښت ورکول
  • د کورنیو چارو وزارت د پراخ حضور ځواکمنتیا
  • د مسوولیتونو د لیږد د بهیر په اوږدو کې د سیمه ییزو پولیسو ساتل او وروسته په ملي پولیسو کې د هغوي منحلولوته د عملي کولو پړاو او د معیارونو سره سم هغوي په ملي پولیسو کې ورګډول
  • ځاي په ځاي د اصلاحاتو سرته رسول او د کورنیو چارو په وزرات کې د ملکي مهارتونو پیاړوې کول
  • د ولسي پولیسو ځواکمنتیا او د قانون په واکمنۍ کې د خلکو ګډون 
  • د فساد پر وړاندې مبارزه او د شفافیت ټینګښت او حساب ورکولو د پاره د بیلابیلو میکانیزمونو غښتلتیا
  • د ناقانونه وسله والو ډلو نه وسلي اخستل
  • د عدلي ، قضایي او نورو دولتي اورګانونو سره د همغږۍ ځواکمنتیا 
  • په ملي پولیسو ، زندانونو او توقیف ځایونو کې د بشري حقونو د فعالیت ګټورتوب پياوړې کول 
  • د سازمان ورکړل شوو جرمونو، ترهګرۍ او نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه
  • د ملي پولیسو د ژوند د حالت ښه کول 
د کورنیو چارو د وزیر د دریو کاري لومړیتوبونو څخه د کورنیو چارو وزارت د وزارت په بیلابیلو کچو کې د ښځو د حضور زیاتوالی دی چې د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت د دغو مهمو برخو سند جوړ کړي دي چې اوس نه یواځې په لاندنۍ کچه کې ښځې شته بلکې په لوړه کچه هم د هوډ نیونې په دریځ کې ښځي ګډون لري د بیلګې په توګه د ښځو د چارو (جندر) ریاست مقام ته یی د جنرالۍ رتبه ورکړي ده ترڅو وکولی شي د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په غونډو کې فعال ګډون وکړي د دفتر د ریاست مرستیاله یوه ښځینه ده د لومړي ځل د پاره د کابل د لومړۍ امنیتي حوزې امره یوه ښځینه افسره وټاکل شوه همدا راز د هوايي ډګر د سرحدي قوماندانۍ مرستیاله یوه ښځینه افسره ټاکل شوي ده.
همدا رنګه یاد معینیت په ۱۳۹۲ کال کې یو لړ رهنمودونه ،طرزالعملونه، پلانونه او راپورونه په لاندې ډول ترتیب کړی دی:
  • د سوله ساتو ځواکونو لوي قوماندانۍ ، سرحدي پولیسو او ماليي وزارت سره په تورخم او شیرخان بندرونو کې د سکینرونو په برخه کې د یو ګډ رهنمود جوړول 
  • د مسافرینو د تګ د پاره د نړیوالو عملیاتي معیارونو د طرز المعل جوړول
  • په ملي پولیسو کې د ستراتیژۍ او پلان د پلې کولو کنترول او څارنه د امنیتي چارو ، ادارې ، لوژیستیکي ، عامه ساتنې ، نشه یي توکو معینیتونو او د ښوونې او روزنې په لویه قوماندانۍ کې دغه بهیر په ګوته کول 
  • د کورنیو چارو وزارت د اړتیاوو جوتول 
  • د بهرنیانو نه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د پړاو نه مخکې د ملي پولیسو د حالت په برخه کې د راپورونه برابرول، د هیواد د روان حالت څیړنه د شتو ګواښونو او په ملي پولیسو باندې د خالي شوو سیمو اغیزې 
  • د ملي پولیسو د لس کلن لید لوري (پلان) د موخو د پلی کولو په غرض د دوه کلن پلان د زیاتولو ترتیب
  • په ټاکنو کې د ملي پولیسو د دندو په اړه د پالیسۍ جوړول 
  • د کورنیو چارو په وزارت کې د ښځو او کوچنیانو په وړاندې د تاوتریخوالې د پیښو د مخنیوی  د پالیسۍ ترتیب 
  • د خلکو سره د پولیسو د چلند په اړه د پالیسۍ جوړول 
  • د نشه یي توکو سره د مبارزې د پاره د لابراتوارنو د کاري طرزالعمل جوړول 
  • د نشه یي توکو د معینیت د عملیاتونو د پلان جوړولو ځانګړې پالیسۍ ترتیب
  • د نشه یي توکو معینیت د کشف او استخاباراتو د ځانګړې پالیسۍ ترتیب
  • د نشه یی توکو معینیت د درکونو د پړاو په اوږدو کې د ضبط د طرزالعمل ترتیب 
  • د بحرانې پیښو د راپور ورکولو د طرزالعمل ترتیب
  • په پیښو کې د پراختیا د راپور ورکولو د طرزالعمل ترتیب 
  • د عامه ساتنې او تصدۍ د معینیت د لوژیستیک د ځانګړې پالیسۍ ترتیب 
  • په زندانونو او توقیف ځایونو کې د رواني او روغتیايي چارو د طرزالعمل ترتیب 
  • په زندانونو کې د کسب او بوختیاوود زمیني د جوړولو د  پاره د صنعتي پراختیا د پالیسۍ ترتیب
  • د بندیانو د پیښو د بررسۍ او طبقه بندۍ د پالیسۍ ترتیب
  • د سیمه ییزو پولیسو د پالیسۍ ترتیب
  • په ټاکنو کې د ملي پولیسو د دندو د پالیسۍ ترتیب
  • دکورنیو چارو وزارت او ټولنې په کچه د ښځو او کوچنیانو د زور زیاتی په وړاندې د پالیسۍ جوړول
  • د خلکو سره د پولیسو د چلند د پاره د پالیسۍ جوړول
  • د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د لابراتوارونو د طرزالعمل ترتیب
  • د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت د عملیاتو د ځانګړې پلان جوړونې ترتیب 
  • د نشه یي توکو د مبارزې په وړاندې د معینیت د کشف او استخباراتو ځانګړې پالیسۍ جوړول
  • د نشه یي توکو د معینیت د ښوونې او روزنې د ځانګړې پالیسۍ ترتیب
  • د نشه یي توکو د معینیت د (کمرې) وسلي د ساتنې او څارنې د ځانګړې پالیسۍ جوړول 
  • د نشه یي توکو د مبارزې په وړاندې د معینیت د مدارکو د پړاوونود سرته رسولو ضبط طرزالعمل جوړول 
  • د بحراني پیښو د راپور د ورکولو د طرزالعمل ترتیب
  • د پیښې د پراختیا په اړه د راپور وروکولو طرزالعمل ترتیب 
  • د عامه ساتنې امنیتي تصویر د معینیت ځانګړې لوژستیکي پالیسۍ ترتیب
  • په زندانونو او توقیف ځایونو کې د ځانګړو روغتیايي او رواني پالیسۍ ترتیب
  • په زندانونو او توقیف ځایونو کې د امنیتي پالیسو جوړول 
  • په زندانونو کې د بوختیاوو او صنعتي پراختیا د پاره پالیسۍ ترتیب
  • د محبوسینو د پیښو د څیړلو او رسیدلو طبقه بندۍ پالیسۍ ترتیب
  • د سیمه ییزو پولیسو د پالیسۍ ترتیب
  • د ملي پولیسو د دندو په لومړیو ۷۲ ساعتونو کې د نیونې د پالیسۍ ترتیب
  • د جرمونو د څیړولو د رول د پالیسۍ ترتیب 
  • د ملي پولیسو د بشر خوښونکي ښوونې پالیسۍ ترتیب
  • د محل د بررسۍ د پیښې د پالیسۍ جوړول 
  • د چاودیدونکو توکو د شنډولو د پالیسۍ ترتیب
  • د پولیسو د لیږدیدونکو واسطو نه د ګټې اخستنې د پالیسۍ ترتیب
  • د کورنیو چارو وزارت د (SSMI) په هغو سیمنارونو او د کمپیوټر د زدکړې په کورسونو کې چې د استراتیژۍ په برخه کې جوړیږي د ادارې د پرسونل ګډون کول
  • د ادارې د استازو ګډون د استراتیژۍ او پلان جوړونې په سمینارونو کې 
  • په ایګرز کمپ کې د تحقیقاتي پالیسۍ د لوي رییس لخوا د پالیسۍ د لوي ریاست د کړونو وړاندې کول 
  • د استراتیژیک مدیریت د ارزیابۍ پروژې پوره کیدل د بلخ، سمنګان ولایتونو او د زونونو د سرحدي قوماندانانو او عامه امن او نظم د قوماندانانو په ګډون او هم د هغو مشاورینو  (SSMI) د کورنیو چارو وزارت سره د مرسته کوونکو پروژو
  • ۲۰۱۳- ۲۰۱۴ کلونو کې د مرسته کوونکو پروژو (SSMI) د پلان ترتیب

هدف

فصل اول 
 احکام عمومی 
ماده اول 
 این لایحه وظایف به تاسی از احکام مندرج قانون اساسی، قانون پولیس ملی، استراتیژی پولیس ملی، پلان پولیس ملی و پالیسی های وزارت امور داخله و ساختار تشکیلاتی سال 1391 به منظور تثبیت ، تنظیم و تفکیک وظایف و تعین حدود صلاحیت های اجرایوی تنظیم و ترتیب گردیده است.
 
ماده دوم:
 معینیت پالیسی واستراتیژی در چوکات وزارت امور داخله در امور پالیسی ، استراتیژی  و اداره تنظیم قوت ها با ساختار تشکیلات مرکزی فعالیت داشته و از اجرای به موقع آن مسئوولیت دارد.
 
ماده سوم :
معینیت پالیسی واستراتیژی وظایف خویش را متکی با پالیسی ها ، اصول و پرنسیب های دولت جمهوری اسلامی افغانستان و قوانین نافذه کشوردر همآهنگی با جامعه جهانی انجام میدهد.
 
ماده چهارم:
معین پالیسی واستراتیژی وظایف خویش را تحت امر مستقیم وزیر امور داخله انجام داده و ازتمام امور مربوط به استراتیژی و پالیسی ، تنظیم ، انکشاف و توسعه تشکیل وزارت امور داخله با در نظر داشت ضرورت و شرایط عینی جامعه مسئوولیت داشته و از تطبیق آنها مواظبت و نظارت مینماید.
فصل دوم 
ساختار تشکیلاتی
 
معینیت پالیسی واستراتیژی دارای ساختار تشکیلاتی مرکزی با تفصیل ذیل میباشد.
 
ماده پنجم:
1- معین پالیسی واستراتیژی 
2- ریاست دفــــــــــــــــتر
3- ریاست عمومی استراتیژی بشمول ریاست پلان ، تحلیل وارزیابی استراتیژیک
4- ریاست عمومی پالیسی های تحقیقاتی بشمول ریاست پالیسی تامینات مادی و تخنیکی
5- ریاست عمومی اداره تنظیم قوتها که به اساس مکتوب 10968 مورخ 16/9/1389مدیریت عمومی اسناد و ارتباط ، ریاست دفترمقام محترم وزارت امور داخله در جنب تشکیل معینیت پالیسی و استراتیژی تنظیم گردیده است.
 
ماده ششم :
ریاست عمومی استراتیژی و ریاست عمومی پالیسی های تحقیقاتی هر کدام در بخش های خویش منحیث معاون معین پالیسی و استراتیژی بوده از اجرای سالم و عندالموقع وظایف شان در امورات مربوطه متکی به پرنسیب ها و پالیسی ها در مطابقت با قوانین نافذه کشور مسئوول و جوابگوی میباشند.
ریاست عمومی اداره تنظیم قوتها از تمام امورات تشکیلات و تطبیق آنها منحیث هرم تشکیلات مرکزی در روشنائی قوانین نافذه کشوروهدایات و اوامر وزیر امور داخله مسئوولیت داشته و اجرای به موقع آنرا به عهده دارد.
 
ماده هفتم:
معین پالیسی واستراتیژی صلاحیت دارد بنا بر ضرورت های خاص وظیفوی ، وجود منابع مطابق پلان انکشاف و تطبیق ساختار مجدد تشکیلاتی وزارت امور داخله پیرامون تشکیل ادارات معینیت پالیسی واستراتیژی تغیرات (تعدیل، تنقیص ، تزئید) و ایجاد بخش های جدید را که ایجاب نماید با ساختار تشکیلات در جنب تشکیل معینیت پیشنهاد نماید.
 
فصل سوم
وظایف و صلاحیت ها
 
ماده هشتم :
معینیت پالیسی و استراتیژی مکلف به اجرای امورات آتی میباشد:
 
1. تدوین پالیسی ها و استراتیژی به منظور تامین امن و نظم عامه تنفیذ قانون جلوگیری از فساد ، اصلاحات بنیادی در ارگان های وزارت امور داخله و هکذا تکثیر و ابلاغ آن بعد از منظوری مقام وزارت به مراجع ذیربط.
2. انکشاف و توسعه پالیسی های و استراتیژی های امنیتی.
3. انکشاف استراتیژی ها در عرصه های مبارزه علیه تروریزم ، جرایم سازمان یافته و سایر پدیده هائیکه منجر به ایجاد و گسترش بد امنی میگردند.
4. همآهنگ ساختن استراتیژی بین نهاد های امنیتی افغانستان وشورای امنیت ملی ،  پالیسی ها میان معینیت های وزارت امور داخله و سایر ادارات ذیربط.
 
5. جمع بندی گزارشات از کار کرد های ارگانهای وزارت امور داخله و پیش کش آن به جلسات جامعه جهانی.
6. توحید نیازمندیهای پولیس ملی در تمام عرصه ها، ارائیه پیشنهادات به مقام محترم وزارت به منظور دریافت رهنمود استراتیژیک به ارگانهای ذیربط جهت راه های حل آن .
7. نظارت و گزارشدهی از تطبیق پالیسی ها و استراتیژی های جاری پولیس ملی .
8. پلانگذاری ، همآهنگ سازی برنامه ریزی، بودجه سازی و انجام ارزیابی و نظارت از تطبیق سیستم اجراات.
9. پیشنهاد تخصیص منابع وزارت امور داخله از قبیل بودجه ، پرسونل با تجهیزات و تسهیلات.
10. ارائیه طرح های موثر به منظور ایجاد ظرفیت ها و قابلیت ها برای تطبیق پالیسی امینت ملی در وزارت امور داخله.
11. انکشاف پالیسی ها، در ارتباط با سایر وزارتخانه ها ، پیرامون وظایف و ماموریت های امنیتی و هم چنان جلب همکاری های موثر در رابطه به پروگرام های امنیتی .
12. تثبیت مشکلات و چالش های فرا روی وظیفوی فوری پولیس ملی جستجو و در یافت راه های حل معقول و مناسب برای آنها.
13. حصول اطمینان از تمام نیازمندیهای معینیت ها ، ریاست ها و قوماندانی ها در مطابقت به پالیسی ها ، رهنمود ها و طرزالعمل ها.
14. کنترول و نظارت از تطبیق پلان پولیس ملی.
15. اصلاح ، اجرا و تنظیم تشکیل قوای پولیس با درنظر داشت شرایط عینی جامعه و امکانات مالی .
 
ماده نهم:
وظایف فوق الذکر با تطبیق موارد ذیل تحقق می یابند!
1. تطبیق سیستم پلانگذاری استراتیژیک در وزارت داخله.
2. ایجاد همآهنگی و تشریک مساعی میان ارگان های وزارت امور داخله به منظور تدوین دیدگاه وزیر امور داخله در مورد آینده بهتر وزارت.
3. ایجاد همآهنگی استراتیژیک میان ارگانهای امنیتی افغانستان وسایر ارگانهای ذیربط.
4. تطبیق استراتیژی انکشاف ملی افغانستان در وزارت امور داخله .
5. مرور وارزیابی تشکیل وزارت امور داخله به اساس پالیسی ها و استراتیژی های آن به منظور رفع نیازمندی های پولیس ملی در بخش های تعلیم وتربیه ، تجهیزات ، تاسیسات و پرسونل.
6. تدوین و انکشاف پالیسی های پرسونل به منظور ایجاد و تنقیص قطعات و بخش های مختلف در وزارت امور داخله .
7. تدوین پالیسی هابه منظور تجهیز پولیس ملی با اسلحه ، تخنیک و تجهیزات مدرن .
8. تحلیل و ارزیابی های استراتیژیک موضوعات ذیعلاقه وزارت امور داخله و ارائیه طرح ها و پیشنهادات مشخص در قبال آنها به مقام وزارت .
9. ارائیه پالیسی و تامین همآهنگی میان وزارت امور داخله و جامعه جهانی به منظور جلب همکاری ها و تقویت روابط حسنه در بخش های مختلف.
10. تهیه عناوین و انکشاف پالیسی های مورد نیاز وزارت امور داخله در بخش های مختلف.
11. تدوین تمام پالیسی های مورد نیاز وزارت امور داخله و مرور سالانه آنها.
12. تدوین پالیسی برای پولیس سرحدی و نظارت از تطبیق آنها.
13. تدوین پالیسی ها غرض تحقق استراتیژی مبارزه علیه فساد اداری و اصلاح اداره در وزارت امور داخله .
 
فصل چهارم
احــــــــــکام متفرقه
 
ماده دهم: 
1- مسئولین مربوط مکلف به اجرا و تحقق مندرجات لایحه وظایف خویش میگردند.
2- بروی قواعد و ضوابط ساختار تشکیلاتی سلسله مراتب اداری و وظیفوی مراعات گردد.
3- با متخلفین در قبال لایحه وظایف بر خورد قانونی صورت میگرد.
اینک لایحه وظایف معینیت پالیسی واستراتیژی ترتیب ، بملاحظه و منظوری جلالتماب محترم وزیر صاحب امور داخله تقـدیم است.