د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت - د کورنیو چارو وزارت | د افغانستان اسلامي جمهوریت

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت:

نشه یي توکی زموږ د هیواد، سیمی او نړۍ د پار یو ستر ګواښ او چلنج دي چې په هیواد کی د نا امنۍ او بی ثباتۍ سره نیغ په نیغه اړیکي لري او زموږ د ټولنی سلامتیا یي د سخت ګواښ سره مخامخ  کړی ده په هیواد کې نشه يي توکي د تروریزم او ناامنی یوازنۍ د تمویل سرچینه ده چې په هیواد کې دپراخه فساد سره نیغ په نیغه اړیکه لري دا د اخلاقی او ټولنیز فساد سترلاامل دي.

د ملګرو ملتونو(UNODC) د سازمان د نشه یی توکو او جرمونو پر وړاندی د مبارزی دفتر لخوا د وړاندې شوو امارو ارقامو پر اساس چې وایی سږکال د تیرکال په پرتله  د آپینو په کرکیله کي په  سلو کی ۳۶ سلنه زیاتوالې راغلې دي چې په ۱۳۹۱ کال کې ۱۳۱ هکتارو ځمکې نه په ۱۳۹۲ کال ۲۰۹۰۰۰ هکټاره ځمکی ته لوړ شوی دی چې دا په تیرو لسو کلونوکی موږ د ډیرو لوړو ارقامو شاهد یو چې دا د افغانستان په جنوب لویدیځو ولایتونو کې په سلوکی ۹۵ سلنه رقم ښي چې په دغه کې  یوازی په سلو کی ۵۳ په ناامنو سیمو هلمند ولایت کې اټکل شوي دی په نشه یې توکو د روږدو کسانو شمیر هم  دیو میلیون نه ۱،۶  میلونو تنوته د تیرکال په پرتله زیات شوي دي دافغانستان  د کورنیو چارو وزارت دلس کلن لید لوري (پلان) پر بنسټ تر پینځو راتلونکو کلونو پورې په هیوادکې  باید د نشه یی توکو د کښت، تولید، قاچاق او ترافیک په برخو کې په سلوکی ۵۰ کموالي راشي اوترلسو راتلونکو کلونو پورې د نشه  یي توکو د کښت، تولید، قاچاق او ترافیک د شره خلاص هیواد ولرو.
 
 
د نشه یې توکو په وړاندی د مبارزې په اداره کې  جوړ شوي ظرفیتونه او  هوډ داښي چې د نورو کشفي او امنیتي اورګانونو سره په مرسته او همغږۍ موږ نوموړي موخې ته نږدي کوي.
 
د نشه یي توکو د مبارزې د معینیت د سیمه ییزې همکاریو په لړ کې په روان کال په یووخت کې درې عملیاتونه د تاجکستان د جمهوریت او د ایران اسلامی جمهوریت سره په  پولو کې سرته ورسیدل.
 
د نافذه قوانینو، استراتیژيو، پالیسیو او فرمانونو اودواک لرونکو  مقامونو د امرونو په رڼا کې د افغانستان نشه یي توکو معینیت د لاندنیو لومړیتوبونو لرونکې دي:
1. د قوانینو پلې کول د کورنیو چارو وزیر لس کلن لید لوري (پلان) او د نشه یی توکو سره د مبارزې وزارت د قانون د تنفیذ د ګډې پالیسۍ په عملي توګه پلی کول
2. د نشه يی توکو په وړاندې د مبارزې د پولیسو مسلکي کیدل، د ظرفیتونو لوړول او د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې د ښوونې په اکاډمۍ کې  د ظرفیتونو لوړول
3. په هیوادکې عملیاتو ته زور ورکول او د عملیاتو د کچې لوړول، د سوق او ادارې په مرکز کې د عملیاتو د لارښونې د ظرفیتونو لوړول
4. د نشه یي توکو د سترو قاچاقچیانو او اصلي ډلو پیژندل او په نښه کول
5. د هیروینو د تولید د فابریکو او د نشه یي توکو د پروسیس د اصلي مرکزونو په نښه کول
6. په پولو کی د ستروچاڼیزو عملیاتو په  لاره اچول او په سرحدونو کې د نشه یي توکو د قاچاقچیانو پوره له منځه وړل
7. په پولو کې د سیمه ییزې مرستې پیاوړی کول او په یو وخت کې د ګاونډیو هیوادونوسره د اطلاعاتو او معلوماتو د عملیاتو په لاره اچول
8. په ټول هیوادکې د کوکنارو د کښت د پوره له منځه وړو لپاره هلی ځلې  او په زیانمنو ولایتونو کې د نشه یي توکو د قطعې د دوهم ځل لپاره جوړول او هم په نوموړو ولایتونو کې د ظرفیتونو لوړول
9. د پولو، بندرونو، ګمرکونو او هوایي میدانونو ځواکمن کول او د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوی په موخه په نوموړو ځایونوکې دمسلکي پولیسو ځاي په ځاي کول
 
د نشه یی توکو پر وړاندی د مبارزی د عملیاتو په لاره اچول
د۱۳۹۲ کال د وري او دلو میاشتو په اوږدو کې۲۹۱۷ ځله د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عملیاتو صورت موندلي دي چې د هغې له ډلې څخه
۴۱۵ستر عملیاتونه
۱۹۹د منځني کچې عملیاتونه
۲۳۰۳ د کوچني کچې عملیاتونه
د لومړنیو عملیاتو څخه!
۲۶۳۴ عملیاتونو په لاره اچول نه دنشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو لخوا
۱۹۶ عملیات د ملي امنیت د لوي ریاست لخوا
۷۱ عملیاتو ترسره کول د سرحدي پولیسو لخوا
۱۶ عملیات ترسره کول د ملي دفاع وزارت لخوا
د سرته رسیدلو عملیاتو په پایله کې په ۱۳۹۲ کال کې د ۲۸۱۴ تنه قاچاقچیان نیول  شوي چې د هغې له ډلې۲۷۸۷ تنه نارینه او ۲۷ تنه یې ښځینه وی په دي قاچاقچیانو کې د هغوي له  ډلې اوه تنه یې هغه کسان دي چې لس تنه یې د هغو چاقاقچیانو په  ډله کې راځي چې په تور لیست کې یی نومونه شته او ۱۶ تنه یې بهرني چاقاقچیان دي ا و ۵۱ تنه یې دعامه خدمتونو کارکوونکي دي.