ادارې معینیت

ادارې معینیت:

اداری معینیت د مامورینو د ځاي پر ځاي کولو، زده کړو، ادارې چارو، د بشري منابعو د ملکی خدمتونو د مسوولیت او د پاسپورټ ریاست  د ویزی د تذکري د ملي پیژندنې پاڼې د کارتونو د سیر او د چلولو جوازونو د ویش دنده په غاړه لري.

 د پاسپورټ ریاست د کمپیوټري او په لاس لیکل شوو  پاسپورټونو د ورکړې، د پاسپورت د نوي کولو او د بهرنیانو د ویزې د نوي کولو دنده په غاړه لري د نړیوالو ستندردونو د پلې کولو په موخه  د پاسپورټ د امنیت او د پيژندنې د تایید د پاره د کورنیو چارو وزارت په ۱۳۹۱ کال کې د ماشین په واسطه د پاسپورټونو د ویلو وړتیا او  د ډیجیټلي ویزی په ورکړې سره سیسټم منځ ته راوړ دا کار د هیواد والو د پاره په نړیوالو سفرونو کې اساني رامنځ ته کړه او هغوی د پاسپورټ د ورکړی بهیر ساده او د پاسپورټ د ورکړی په پړاوکې د مداخلې  نه مخنوی وکړ د پاسپورټ مرکزي دفتر اوس مهال د ټول هیواد  په کچه په ورځ کې خپلو اړمنو مینه والو ته ۲۰۰۰ ټوکه دیجیتلي او د ماشین په واسطه دویلو د وړتیا د پاسپورټونو د ویش ځواکمني لري.
 
 
ددي سیستم تمویل د استرالیا د هیواد  لخوا شوي دي د پاسپورټ ریاست ودانۍ د نړیوال کډوالۍ سازمان IOMپه واسطه نوي رغیدلې د پاسپورټ او ويزې چاپ او ماشین  توکي ورته برابر شوي دي.
تر اوسه پوری د هیواد پنځلس ولایتونو نه لکه لغمان،  پروان، تخار،  پنجشیر، هرات، کندز،  کندهار، ننګرهار، بامیان، کاپیسا، لوګر ، پکتیکا او بلخ سره تړل شوی دي.
د پاسپورټونو چاپ او ورکړه مرکزي شوي او  پاتې ولایتونه د تړاوو په حالت کې دي.
د بایو مټریک او بیف بهیر په پوره توګه فعال دي او د پاسپورټونو مینه والو او مراجعینو ته د خدمت وړاندې کولو وړدي او پورتنۍ کړنه پرې سرته رسیږي هغه څوک چې جرمي سابقه لرونکي ښکاره شي د یو ځانګړې پوښتن پاڼې په وسیله د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې لوي ریاست ته ورپیژندل کیږي.
د پاسپورټ ریاست د ۱۳۹۲ کال په اوږدوکې هغه پاسپورټونه او ویزی چې چاپ او صادر کړی دي په لاندې ډول دي:
 
د ملي پولیسو لیکوته د منسوبینو جلب او جذب د هیواد ۳۳ ولایتونو کې چې د منظور شوي تشکیل او طرز العمل له مخې د جلب او جذب د قوماندانیو له لارې په خپله خوښه د ځوانانو له لوري سرته رسیږي.
هیوادوال په خپله خوښه د غوښتنلیک سره د پولیسو د جلب او جذب مرکز  ته ورځي وروسته د هغه او د تابعیت له تذکري له لیدلو هغوي ته یوه ځانګړې فورمه ورکول کیږي نوموړې فورمه د داو طلب لخوا ډکیږی او په څنګ کې له هغه څخه ضمانت اخیستل کیږی.
 
کشفی بنسټونه؛ جنایی برخه، د کورنیو چارو وزارت استخبارات، تروریزم، د نفوسو احوال د ثبت او د روغتیایي خدمتونو په ترتیب سره د مینه وال شخص د پیژندنې، او د هغه څخه د لازم شخص د  تضمین پیداکیدو د جلب او جذب قوماندانۍ سره مرسته کوي.
 
د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د جلب او جذب قوماندانۍ په ټولیزه توګه۴۱ د نظامي او مسلکي لومړنیو زده کړو مرکزونه د کورنیو او بهرنیو تجربه لرونکو استادانو لخوا په ۴، شپږ ،اته او شپاړس اونیزو زده کړو ته دوام ورکوي
 
د لومړنیو زده کړو د پړاوو په اوږدوکې نوو شاملینو ته  نظامي،مسلکي،حقوقي او امنیتي  مسلوپه اړوند زده کړي ورکول کیږی مخکې له دي نه د راټولیدود ځايونو دنه شتون په صورت کې نوي سوق کیدونکې ساتوونکې په قطعاتو او جزتامونو کې ټاکل کیدل اوس مهال د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په پاملرنې سره د سیمه ییزو زونونو د راټولیدو په ځایونو کې سرته رسیږي چې نوی لیږدیدونکې سرتیري د راټولیدو ځای ته لیږل او له هغې لارې تعلیمي مرکزونو ته پیژندل کیږي او تر فراغت وروسته د هغوی د ټاکل کیدو په برخه کې د قطعاتو د اړتیاوو پربنسټ اجراات سرته رسیږي.
 
د نفوسو د احوال ثبت لوي ریاست دندې، د نفوسو د احوال ثبت په اړه د مالوماتو راټولول، د دی مالوماتو تحلیل او تجزیه ، د مرګ او مړینې ، ودونو ، طلاق،کډوالیو په اړه د شمیرنو راټلول ، د دي شمیرنو تحلیل او تجزیه ده ،افغانستان ته د بهرنیانو د تګ راتګ په مهال د احوال ثبت، او یا هغه بهرنیان چې د افغانستان د تابعیت اخیستلو یا ترک کولو نیت لري د پړاوونو د تیرولو کار د نفوسو د ثبت احوال او د تذکرو د ویش کارکوونکو د پاره د زدکړه ییزو برنامو په لاره اچول او په دې برخه کې هیواد والو ته مالومات وړاندې کول د ریاست په غاړه دي ۱۳۹۱ لمریز کال کې د نفوسو د احوال لوي ریاست ۴۰۸۳۹۶ ټوکه نوي تذکري ویشلي دي همدا راز افغانستان ته ۱۴۶۷۴۰ نوي راستانه شوي کډوال ثبت او ۱۶۲۸۴ تنه بهرنیان یې افغانستان ته د راتګ په مهال راجستر کړی دي.
 
 
د افغانستان حکومت یوه هر اړخیزه طرحه د نفوسو او ثبت احوال او تذکرو د ویش د الیکترونیکي سیستم لپاره په ۱۳۹۱ کال کې د لاس لاندې نیولې دي چې د تذکرو د ویش نوې سیستم په یو شمیر ولایتونو کابل، ننګرهار، او بامیانو کې په ازمایښتي ډول پلې شوې دي دغه طرحه د کورنیو چارو وزارت او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت لخوا مدیریت کیږي.
 
د کورنیو چارو وزارت د بایومټرک معلوماتو د  راټولولو مسوولیت لکه د ګوټی نښه او د افغانستان د هر وګړي عکس په غاړه لري موخه داده چې  په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان ټولو خلکو ته چی کابو ۳۰ میلونه  اټکل شوی دي تذکري ورکړل شي.
 
د پولیسو د ښوونې او روزنې لویه قومانداني د پولیسو د مسلکي، حقوقي،  فرهنګي او بدني د ښوونې او روزنې د ظرفیتونو د لوړولو دنده په غاړه لري یاده قومانداني کوښښ کوي تر څو ملي پولیس په ملي او نړیواله کچه  په مسلکي ډول وروزي یاده قومانداني د مسلکي او ځانګړو کورسونو،د هیواد نه بهر د تحصیلی او تعلیمي زده کړو د بورسونو تنظیم او همدا رنګه  د سمینارونو او  میتودیکی کورسونو لارښونې په لاره اچوي. د پولیسو  اکاډمۍ قوماندانئ او د مشرتابه پوهنتون (استف کالج) عملیه د دی قوماندانۍ د بنیادي بنسټونو څخه ګڼل کیږي چې پولیسو اکاډمۍ د  ۲۰۰۰ تنو د  جذب ظرفیت لرونکې ده اوس مهال په دي اکادمۍ کې ۱۵۶۶ تنه په دی اکاډمۍ کې په زدکړه بوخت دي همدا رنګه د کورنیو چارو وزارت د هیواد په کچه  ۱۳ د ښوونې او روزنې د نور مرکزونو لرونکې دي چې په یو وخت کې دا د ۱۵۰۰۰تنو زده کوونکو د زدکړي وړتیا لري په اوس مهال ۹۹۷۲ تنه زده کوونکي په نوموړو مرکزونو کې په مسلکي زده کړو په لاسته راوړنو بوخت دي.
 
په ۱۳۹۲ کال کې ۳۶۵۱۰ تنه د هیواد ملي پولیس د سواد د زدکړي کورسونو ته ورپیژندل شوی دي چې له هغې ډلې څخه ۷۷۲۸ تنه د هغوي د پینځم او شپږم ټولګیو په کچه اټکل شوي او فارغ شوی دي همدا رنګه یاده قومانداني د ۲۸۶۴ تنو په شمیر د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو د پاره د ترکیي، روسي او قذاقستان هیوادونو ته لیږلي دي چې له هغې ډلې نه ۱۳۴ تنه د ښځو طبقه جوړوي مشرتابه پوهنتون (استف کالج) په دندو حاضر پولیسو ته په بیلا بیلو مضمونو کې د مشرتابه د ظرفیت د پراختیا د پاره چې په هغې کې د عملیاتو او استراتیژۍ برخې راځي زدکړي ورکوي په مشرتابه پوهنتون (استف کالج) کې شاملیدل په رقابتي ډول دي چې تقریباً د هغو څخه نیمايي په مشرتابه پوهنتون (استف کالج) کې اخستل کیږي په ۱۳۹۲ کال کې د ملي پولیسو د منسوبانو څخه ۱۲۰۰ تنه مسلکي زده کړي د پولیسو د تکتیکونو ، ادارې ، پالیسۍ جوړونې او پلان جوړونې او استراتیژۍ جوړونې په برخو کې سرته رسولي او فارغ شوي ووهمدا راز په پام کې ده ترڅو پورې په ۱۳۹۳ کال کې مشرتابه پوهنتون (استف کالج) پروګرام ته نوې لیسانس ور وپیژني چې د هغې د پاره په شرایطو برابرو کسانو د جذب لړۍ روانه ده.
 
د هیواد د ملي پولیسو اکاډمۍ د هغو کسانو د پاره چې د لیسو د ۱۲ ټولګیو څخه فارغ شوي وي د لیسانس پروګرام د څلورو کالو د پاره دی د دغه پروګرام فارغین د دوهم څارن په رتبه د پولیسو د اکاډمۍ نه فارغیږي. د پولیسو اکاډمۍ په ۱۳۹۳ کال کې د خپل دریم کال پړاو ته ننووځي په ۱۳۹۲ کال کې د خپل لومړني تعلیمي کال په اوږدو کې ۶۰۶ تنه او د خپل دویم تعلیمي کال په اوږدو کې ۷۷۰ تنه محصلین درلودل.