د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ځانګړی پیغام

دا چې د افغانستان شریف او نجیب ولسونه په دې پوهیږي چې موږ په یوه تاریخي او حساس پړاو کې قرار لرو، د بهرنیو مداخلې، کورنۍ ستونزې، د ترهګرو شتون او ترهګریزې کړنې په هېواد کې د جنګ او نا امنۍ سبب شوي او دا خراب حالات د دې لامل ګرځيدلي دی چې د دې حالاتو د ښه والي په برخه کې موږ او تاسې ټول د افغانستان د یوه وګړي په توګه او یا هم د یوه دولتي یا امنیتي مسوولینو په توګه د هریو مسوولیت ډېر کړی دی.

د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د ډاډمن امنیت په ټینګښت او د ترهګرو پروړاندې مبارزه کې قرباني ورکوي او په دغه لار کې اوس هم هره ورځ زموږ قهرمان امنیتي ځواکونه خپله قرباني ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوی په ګډه سره تل هڅه کوي ترڅو د خلکو سره د یوې کلکې همغږۍ له مخې مهمې او اړینې خپرونې او طرحې جوړې کړي چې د یادو طرحو په تطبیق سره ملي پولیس لا نور غښتلي شي څو مسلکي امنیتي ځواکونه غښتلي، ژمن او د قانون په پلي ګولو کې هڅه او هاند وکړي، عدالت تامین او د افغانستان خلکو ته لا ډاډمن امنیت خوندي کړي.

د هېواد ملي پولیسو د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ په تېرو کلونو کې د ترهګرو پروړاندې خپله وینه نزرانه کړې او د هېواد دښمنان او د هغوئ پردي پالي یې نه دې پریخي ترڅو خپلو شومو او کرغیړنو اهدافو ته ورسیږي، نو ښايي ترڅو د دوئ د قهرمانیو نه ستاینه وشي، او د ملي پولیسو شهیدانو د وینو سپیڅلتیا وستایل شي، د پولیسو د شهیدانو کورنیو ستونزو ته باید په وخت سره رسیدنه وشي او د پولیسو ټپیان او معیوبین باید وستایل شي.

د افغانستان له ټولو ولسونو نه زموږ هیله دا ده چې د تېر په شان په خپلو امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد په ملي پولیسو باندې کلک اعتبار ولري او د دوئ څخه خپل بشپړ ملاتړ وکړي.
د دښمن پر شومو او ناسمو تبلیغاتو دې چې د اسلام مقدسو احساساتو څخه په ګټې اخیستنې سره زموږ د ځوانانو په منځ کې د سرتېرو د نیولو په موخه کې دي، هيڅ وخت نه غولیږي او دوئ ته دې دا وخت نه ورکوي ترڅو د خپلو پردي پالو په خوله زموږ د هېواد امنیت ته ستونزې پیدا کړي.

زموږ موخه د یوې قانون مندې او باثباته ټولنې جوړول دي او دا به هغه وخت د عمل جامه پر تن کړي ترڅو موږ د امنیتي ځواکونو په توګه او خلک د سوله دوستي او ویخ ولس په توګه يو پربل اعتبار او اعتماد، همکاري او همغږي ولرو.