د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین له لورې د مخابرې ریاست (هلپ ډيسک) په نوم مرکزي شبکه چې د ولایتونو امنیه قوماندانۍ او زونونه له وزارت سره وصلوي پرانستل شوه - د کورنیو چارو وزارت | د افغانستان اسلامي جمهوریت

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین له لورې د مخابرې ریاست (هلپ ډيسک) په نوم مرکزي شبکه چې د ولایتونو امنیه قوماندانۍ او زونونه له وزارت سره وصلوي پرانستل شوه


کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمان رحمان د یادې شبکې د پرانستلو پرمهال وویل، دا ډېر د لوئ ویاړ ځای دی چې د مخابرې ریاست ټول سیستم مو ورځ په ورځ الکترونیکي کیږي موږ د مخابرې ریاست له ټولو کارکوونکو څخه مننه او قدرداني کوو چې د خپلو سیستمونو د الکترونیکي کولو په برخه کې یې پوره پوره هلې ځلې کړې دي خو زموږ هیله دا ده چې د مخابرې ریاست د مسلکي او الکترونکي سیستمونو په سویه برابر کدرونه هم وروزي څو د ټولو عصري او انټرنیټي سیستمونو سره پوره بلدتیا ولري.

د کورنیو چارو وزارت د مخابرې رئیس وايي، د هلپ ډیسک په نوم دا مرکزي انټرنیټي شبکه چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو امنیه قوماندانۍ او زونونه له وزارت سره وصلوي، ۲۴ ساعته به فعال وي او د ولایتونو امینه قوماندانۍ او زونونه به له همدغه شبکې له لورې کنترولیږي.