د کورنیو چارو وزیر نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پولیسو ځانګړو قطعاتو ریاست منسوبینو څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست منسوبین يې د ترهګرو پروړاندې د مبارزې اتلان وبلل. - د کورنیو چارو وزارت | د افغانستان اسلامي جمهوریت

د کورنیو چارو وزیر نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پولیسو ځانګړو قطعاتو ریاست منسوبینو څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست منسوبین يې د ترهګرو پروړاندې د مبارزې اتلان وبلل.

د یادې لیدنې پرمهال لومړې د پولیسو ځانګړو قطعات رئیس پاسوال سیدمحمد روشن دل په خپلو خبرو کې د ځانګړو قطعاتو ریاست له لورې په تېرو ۹ میاشتو کې د ترسره شوو عملیاتو او لاسته راوړنو باندې رڼا واچوله ویې ویل، د پولیسو ځانګړو قطعاتو ریاست بیداره اوزړورو منسوبینو ۱۴۸۲ ځانګړي عملیاتونه ترسره کړي چې په تېرو ۹ میاشتو کې یې ۱۵۵۱ مخالفین لمنځه وړي او ډېری سیمې یې د ترهګرو څخه پاکې کړي دي.

نوموړي د پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو بریاليو عملیاتو ته په اشاره سره وویل، زموږ قهرمانو ځانګړو پولیسو په کابل کې د امریکايي پوهنتون باندې د ترهګرو هغه برید له کلکې ماتې سره مخ کړ چې له ۳۰۰ څخه زیاتو محصلینو ژوند په خطر کې وو.

روشن دل زیاته کړه د پولیسو ځانګړې قطعه هغه قطعه ده چې تل یې د دښمن ترهګریز بریدونه لمنځه وړي او دښمن یې نه دې پريښی چې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، موږ د راروان ۱۳۹۶ کال د چمتوالي په موخه د افغانستان شریف او مجاهد ولس ته ډاډ ورکو چې ستاسې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه د پولیسو ځانګړې قطعې منسوبین د خپلو سرونو په قربانیو سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې په هر ډول حالاتو کې چمتو دي چې د دښمن پروړاندې خپلې سینې سپر وګرځوي او دښمن له کلکې ماتې سره مخ کړي.

وروسته د کورنیو چارو وزیر د پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو ته په خبرو کې وویل، تاسې قهرمانو امنیتي ځواکونو د خپلو پاکو وینو په تویولو سره، د جموري ریاست په ملاتړ او د خپلو خلکو په همکارۍ په تېرو ۹ میاشتو کې د دښمن ۴۲۰ تنه هغه کلیدي او سر لاري قوماندان لمنځه یوړل کومو چې د ولایتونو، ولسوالیو او سیمو د سقوط خوبونه لیدل.

د کورنیو چارو وزیر د پولیسو ځانګړو قطعاتو ریاست قهرمانیو ته په اشارې سره وویل، تاسې قهرمانانو په ډېرو سختو او کلکو جنګونو کې برخه اخیستل د دې لامل شوې چې دښمن مو له کلکې ماتې سره مخ کړی، زه د کورنیو چارو وزیر په توګه ستاسې د دې میړانو ویاړ ادا کوم او ستاسې ټولو هغه همسنګره ملګرو ته چې په دغه لاره کې یې د شهادت جام نوش کړی د فردوس جنت غوښتنه کوم.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، ستاسې لویه لاسته راوړنه په کندز، هلمند، ارزګان، فراه او زابل ولایت کې دښمن ته شرموونکې ماتې وه چې دښمن ته مو کلکه ماتې ورکړه او لویه لاسته راوړنه مو په برخه کړه.
د افغانستان دښمنان دې په دې پوه شي چې دا دوطن دقهرمانانو وطن دی او څو چې په دې وطن کې یو قهرمان هم ژوندی وي د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو به خپلو شومو اهدافو ته ونه رسیږي، زه د خپلو ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو چې همدا اوس عملآ له دښمن سره په سنګرونو کې په جکړه بوښت دي په ځانګړې توګه د پولیسو ځانګړو قطعاتو ریاست منسوبینو څخه مننه او ستاینه کوم چې تل یې د دښمن ملا ورماته کړې او له کلکې ماتې سره یې مخ کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا د پولیسو ځانګړو منسوبینو عملیات او لاسته راوړنې وستایلې ویې ویل، موږ تاسې قهرمانانو ته ډاډ درکوو چې د کورنیو چارو وزارت به ستاسې د غښتلي کیدو په موخه له تاسې څخه خپله هیڅ راز همکاري ونه سپموي او تل به په تاسې ویاړ کوي.

وروسته د کورنیو چارو زویر سترپاسوال تاج محمد جاهد د پولیسو ځانګړو قطعاتو ریاست له ټولو هغه تجهیزاتو او واسایطو څخه هم لیدنه وکړه چې د عملیاتو پرمهال ترې ګټه پورته کوي.

په پای کې د کورنیو چارو وزیر له لورې د پولیسو ځانګړو قطعاتو ریاست يو شمېر منسوبینو ته ستاینلیکونه او مډالونه هم ورکړل شو.