راشئ پولیس شئ - د کورنیو چارو وزارت | د افغانستان اسلامي جمهوریت

راشئ پولیس شئ

پولیسو اکاډمي د راروان ۱۳۹۶ لمریز تعلیمي کال لپاره د بېلابېلو څانګو امني پولیس، جنايي، سرحدي، لوژستیک او د محابسو د ادارو لپاره د مرکز او ولایتونو د ښونځيو دولسمو ټولګیو څخه فارغ شوو ښځينه او نارینه زده کوونکي چې په لاندې شرایطو برابر وي د لوړو زده کړو د کانکور ازموینې له لارې نیول کیږي.
۱ ـ  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د تابعیت تذکره ولري او د افغان والدینو څخه زیږیدلی وي.
۲ ـ عمر یې له ۱۸ کالو څخه کم او له ۲۲ کالو څخه زیات نه وي.
۳ ـ  له لیسو څخه د دولسمو ټولیګو د فراغت اسناد ولري.
۴ ـ د ښونځیو د لسم، یولسم او دولسم ټولګي د نمرو اوسط یې له ۸۰ فیصدو څخه کم نه وي.
۵ ـ متاهل نه اوسي او د کور د اعاشې مسوولیت ونه لري.
۶ ـ له بشپړې جسمې روغتیا څخه برخمن، عقلي، رواني تکلیف ونه لري او په فزیکي ازموینو کې ټول معیارونه پوره کړي.
۷ ـ له یو کال څخه زیات په تنفیذي بند محکوم شوی نه وي.
۸ ـ په نشه يي توکو روږدی نه وي.
۹ ـ د ټولو هغه داوطلبو نارینه و قد باید له ۱۶۰ سانتې متر او د ښځينه و قد باید له ۱۵۰ سانتي مترو څخه کم نه وي.
۱۰ ـ د سیاسي احزابو او سازمانونو غړیتوب ونه لري.
۱۱ ـ  نظم دسپیلن لرونکي، ژمن او د قانون احکامو ته غاړه ايښودونکی او د پولیسو اکاډمۍ د نظامي مقراراتو اصول پر ځان ومني.
۱۲ ـ د پولیسو ذاتي افسرانو د ۲ فقرې ۱۹ مادې او د ۲ فقرې د ۵۰ مادې په اساس د پولیسو په لیکو کې د یوه افسر په توګه د اوږد مهاله مودې لپاره د خدمت کولو ژمن ووسي.
۱۳ ـ ښځینه داوطلب باید د خپلې کورنۍ رضایت په کتبي توګه ولري.
۱۴ ـ د لوړو زده کړو وزارت له لورې د امتحان د شمولیت فورم اخیستلو بیه ۴۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده چې ټول داوطلبان باید له ځانه سره د فورمې اخیستلو پرمهال ۴۵۰ افغانۍ له ځانه سره ولري.
ټول هغه داوطلبان چې په شرایطو برابر وي او غواړي د پولیسو په لیکو کې شامل شي له ۱۳۹۵ کال د مرغومي ( جدي ) میاشتې له ۱۱ مې نېټې څخه تر ۲۰ مې نېټې پورې له څلورو قطعې عکسونو، تابعیت تذکرې، د دولسم ټولګي د فراغت سند، د لسم، یولسم او دولسم ټولګيو د فراغت نمرې له خپل غوښتنلیک د نوم لیکنې په موخه له ځانه سره ولري.
داوطلبان کولای شي چې د یادې نېټې تر پایه پورې د خپلې نوم لیکنې لپاره د کابل پولې تخنیک پوهنتون ترڅنګه د پولیسو اکاډمۍ ته مراجعه وکړي.