د ولسي پولیسو ریاست له لورې د پنجشیر ولایت په تولو ولسوالیو کې د پولیسو او خلکو ترمنځ د نیږدې والي او د خلکو محیطي ستونزو ته د رسیدو په موخه نوې شوراګانې جوړې شوې.

د یادو شوراګانو د پرانستې پرمهال جوړه شوې ګډه غونډه چې د پنجشیر ولایت قومي مشرانو، ولایتي شورا غړو، مدني فعالانو، ځوانانو، د ښوونځيو استادانو او زده کوونکو په ګډون په یاد ولایت کې جوړه شوې وه لومړی د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو رئیس مل پاسوال همایون عیني په خپلو خبرو کې د ولسي پولیسو په کړنو او لاسته راوړنو رڼا واچوله ویې ویل، ولسي پولیس چې له نوم څخه یې معالومیږي د ولس خلک دي او تل به د ولس په خدمت کې وي، موږ د خپلو کاري کړنو له مخې د ولسي پولیسو لاسته راوړنو ته په پام سره هڅه کوو چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ولسي پولیسو شوراګانې پرانزو څو د ولس هغه غوښتنې او ستونزې چې پخوا یې د یو لړ ستونزو له اعمله په وخت سره د امنیتي ادارو سره نه شوې شریکولای اوس به وکولای شي چې د یادو شوراګانو په جوړولو سره د خپلو سیمو د خوندي امنیت ټینګښت په برخه کې خپلې لازمې مشورې، امنیتي ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه د ولسي پولیسو له شوراګانو سره شریک کړي.

هېره دې نه وي چې یادې شوراګانې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي په لارښونه د پولیسو او خلکو ترمنځ د نیږدوالي، د خلکو محیطي ستونزو ته د رسیدلو، د پولیسو او خلکو ترمنځ ګډو مشورتي ناستو او مشورو په موخه د پنجشیر ولایت په ټولو ولسوالیو او ښاري څانګو کې پرانستل شوې چې له دې وروسته به د ولسي پولیسو دا مشورتي شوراګانې په نورو ولایتونو کې هم پرانستل شي.