د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتواوعامه اړیکو د ریاست خبریال د ولسی پولیسو په اړه د ولسی پولیسو د ریاست سرپرست محترم سمونوال شاه محمود عبدالرحیم زی سره مرکه کړی چه د تاسودرنولوستونکوپه چوپړکی دی


 

د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتواوعامه اړیکو د ریاست خبریال د ولسی پولیسو په اړه د ولسی پولیسو د ریاست سرپرست محترم سمونوال شاه محمود عبدالرحیم زی سره مرکه کړی چه د تاسودرنولوستونکوپه چوپړکی دی.

۱ ــ د کورنیو چارووزارت په اډانهکی د ولسی پولیس تشکیل کله او څه وخت کی را منځته شو؟

 ځواب: که چیری زمونږ دلرغونی هیواد افغانستان د تاریخ بیلا ، بیل  پړاونو ته څیر شو ، دا به درته څرګنده شی چی د بهرنیو تیری او تجاوز په نتیجه کی جنګ او جګړو اضافه له دری لسیزو زمونږ د لرغونی هیواد ټولنیزو، اقتصادی او فرهنګی بنیادونو ته په پراخه کچه زیانونه او تاوانونه رسولی دی. چه په همدی لړکی د هیواد امنیتی سکتور د جګرو له ناوړه اغیزو څخه زیات زیانمن شویدی چی په پایله کی یي د هیواد د یوه نسل ژوند پرته له جګری بل څه تجربه نه کړل، په داسی حال کی چه افغانستان په دی ورستیوکی د یو ازاد او دیموکراتیک هواد په ټوګه را منځ ته شو، د دوامداری جګړی په پايلو کی دولتی اداری خورا کمزوری کړی چه نه په هیواد کی د بنسټیزو اړتیاو د پوره کولو او د حقونو د تامینولو تضمین کولای شی او نه هم دامنیت په وړاندی د کورنیو او بهرنیو ګواښونوپه وړاندی خوندیتوب تأمینولای شی.
     له دی امله هره انسانی ټولنه سولی او امن ته اړتیا لری چه د سولی او د امن په شتون کی د ټولنی ټول وګړی وکولای شی ښه ژوند ترسره کړی او د شه ژوند د راتلونکی لپاره به زمونږ خلک لانوری هلی ځلی چټکی کړی ځکه چه د خلکو سر، مال ، عزت، ناموس، او نور حقونو ساتنه یواځی او یواځی په سوله او امن کی ترسره کیږی.
    د یادونی وړ ده چه په ځینو وختونو او شرایطو کی سوله او امن په هیڅ یوه ټولنه کی په خپله نده راغلی اونه راځی بلکه دی ارمان او موخی ته د رسیدو لپاره دیوه با ثباته افغانستان لپاره ترټولو مهم اصل دیو اغیزمن، با کیفیته او مسلکی پولیسی ځواک جوړول بلل کیږی چه د بشری حقونو د تأمینولو ترڅنګ داخلی نظم رامینځ ته کړی.
    په دی برخه کی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو پروګرام دفتر ددی ارزونی د ترسره کیدنی چاری سمبال کړی څو د پولیسو په برخه کی د هغه نوښت یا پروګرام د پوهاوی بنسټ جوړ کړی چه افغانستان ته ورته جګړی یا له جګری وروسته سیموکی په کار اچول شویدی په داسی حال کی چه یو شمیر لیکل شوی مواد موجود دی د تیریدو په حال کی ټولنوکی د ولسی پولیسو د جوړیدنی لپاره سپارښتینی برابروی.
    څرنګه چه د اوسنی پیړی غوښتنه د سولی ، امنیت، ټولنیز عدالت او د ملی یوالی ټینګښت دی په همدی ټوګه د ولسی پولیسو کړنی په ټولنه کی د نړیوالو کارپوهانو د بریالیو تجربو او نظریاتو ښکارندوی ده چه د هغو تجربوله امله په جګړی ځپلو هیوادونو او وروسته له جنګ او جګړو وروسته وسلوالی شویدی او په پایله له خلکو سره واټن رامینځ ته شویدی، تطبیق شویده چه عملاً د پولیسو، ولسی نهادونو، مدنی ټولنو ، سازمانونو او د خلکو ترمینځ اړیکی ټینګی کړیدی چه له امله یی په پولیسو باندی باور او اعتماد را ژوندی او په ټولنو کی په زړه پوری امنیت ټینګ شویدی.
ج۱- په همدی اساس د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت جلالتمآب وزیر پوهندوی ستر پاسوال غلام مجتبی پتنګ یوله لمړیتوبونو څخه د ولسی پولیسو ایجادول د وزارت په قرارګاه او اتو ولایتونوکی لکه هلمند، هرات،غورات، بامیان، بغلان، کندز، بلخ او کابل کی ترلاس لاندی نیول شوی ده.
په کال ۱۳۹۲ د حمل په څلورمه نیټه په رسمی توګه تشکیل یی اړوندو ارګانونو ته استول شویدی. د ولسی پولیسو د رامینځ ته کیدو او ایجادیدو موخه دا ده:
۱:- د افغانستان عام خلک باید له پولیسو سره مستقیمی اړیکی ولری.
۲:- د پولیسو او خلکو ترمینځ د باور او اعتماد جوړونه.

۳- د پولیسو او خلکو ترمینځ د نه باور او اعتماد ، ملی پولیس په سپارل شو دندو کی بریالیتوب ترلاسه کولی نشی نو ضروری ده چه پولیس په دی اړوند تربیه شی او همدارازه خلک پوه شی چه پولیس څوک دی او دنده یی چه شی دی.
د همدی مفکوری پربنسټ پولیس هغه وخت کولی شی ښه کارونو سرته ورسوی چه له خلکو سره ښی اړیکی ولری او د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی او ولسی پولیس د خلکو او پولیسو تر مینځ دیوه ارتباطی پل په توګه خپلی ورسپارل شوی دندی ترسره کړی، ترڅو ملی پولیس چه اصلی دنده یی د تولنیز امن او نظم ټینګښت او د قانون حاکمیت دی چه له امله یی خلکوته د بسیا او سوکاله ژوند رامینځ ته کولو سره د جرمونو د رامینځ ته کیدو څخه مخنیوی وشی یعنی جرایم وقایه شی.

۲ــ د ولسی پولیسو د تشکیل جوړولوڅخه موخه څه ده؟

ج۲- دایو څرګنده حقیقت دی چه پولیس هغه څوک دی چه د خلکو څخه وی او دخلکو په خدمت کی وی او مسلکی پوهه ولری، بیطرفه وی او په کوم خاص قوم پوری تړلی نه وی او دنده یی په هیواد کی د عامه امن او نظم ټینګښت او د قانون واکمنی ده. او همداراز انسانی کرامت ته درناوی او د خلکو مشروع خپلواکی څخه دفاع ده یعنی د پولیسو هر کار باید د قانون سره په مطابقت کی وی او خلکو سره د تاوتریخوالی حق نلری.
.
۳ــ آیا ولسی خلک د ولسی پولیسو په رامنځته کولوسره راضی دي؟

ج ۳- څرنګه چه د ولسی پولیسو دنده د پولیسو او خلکو ترمینځ د همغږی فرهنګ د رایجول دی ، دی  د پاره چه د دوی کارونه لاډیر اغیزمن شی  پولیس خلکو او د هغوی مرستوته ډیر اړتیا لری او له امله ېی اړیکی نږدی او ټینګی شی، نتیجه داده چی عامه اړیکی او ملی پولیسو ترمینځ د امنیت د ټینګښت او تل پاتی ټیکاو (ثبات) راوستلو لپاره ډیر ارزښت لری، او ولسی پولیس د ډول، ډول طرحو او برنامو له لاری چه د پولیسو او خلکو ترمینځ ټولنیزی اړیکی ټینګی کړی او د دوی ترمینځ ستونزی حلی شی هرومرو به خلک د ولسی پولیسو د رامینځته سره به بشپړه توګه راضی وی
 د ملی پولیسو سپیڅلی او مقدسه ډنده دامنیت او تولنیز امن او نظم ټینګښت، د جرمی اعمالو  دپیښیدو څخه مخنیوی، د اخلالګرانو او مجرمینو پر ضد غوڅه مبارزه، د قانون منګلوته د هغوی سپارل او په آخرین تحلیل کی د جرم کشفول دی له امله خلکو ته د خوندی او بسیا ژوند رامینځ ته کول دی.

۴ــ د ملی پولیسو او ولسی پولیسو ترمنځ کوم کاری توپیرشتون لري؟

ج۴- ولسی پولیس دملی پولیسو د تشکیل یو جزء ګڼل کیږی چه کړنلاره یی د نړی ډ عالمانو د نظریاتو او تجربو زیږنده ده چه په هغو هیوادونو کی د جنګ په حال کی او یا بحران څخه وروسته پولیسی ځواک په وسلوال قوت بدل شوی وی. او له امله یی د پولیسو او خلکو ترمینځ فاصله لری شوی او د ولسی پولیسو په رامینځته کیدو سره د پولیسو د خلکو، مدنی ټولنو او نورو افرادو ترمینځ باور او اعتماد په رامینځ ته کولو سره د مختلفو برنامو په درشل کی امنیت ټینګ شی.
دا یو څرګنده حقیقت دی چه د هری تګلاری تطبیق په ځانګړو شرایطو کی تر سره کیږی یعنی د امنیت ټینګښت یا د پولیسو تر ټولو ښه سلوک باید د افغانستان په شرایطوکی په پټ یا ړانده ډول تطبیق شی خو پرځایی باید ددی روشونو اساسی عناصر د افغانستان په ټولنیزو، او اقتصادی وضعیت کی وکارول شی.
نو په آخرین تحلیل کی ویلی شم ولسی پولیس د مختلفو طرحو او برنامو له لیاری د پولیسو او دخلکو ترمینځ د اړیکو د ټینګیدو او ددوی ترمینځ استونزو د حل کولو دنده لری.

سوال: د ولسی پولیسو د بشپړ تشکیل جوړولو او کاري دند د ترسره کولو په موخه مو کوم کاري پلانونه په لاره اچولی؟ موخه می داده چی د دغه ستر تشکیل د رامځته کولو او ولسی پولیسو په دندو ګمارلوپه اړه مو کوم کارته د لومړیتوب حق ورکړی؟

ج۵- څرنګه چه مخکی د تشکیل په اړوند په لنډه توګه څرګندونی وشی اوسنی تشکیل د کاری دندو د ترسوه کولو په بشپړه توګه ځواب ورکونکی نه دی ، مونږ دوه کلن کاری او اجراېوی پلان په جوړولو لګیایو، د بشپړیدو په صورت کی د کورنیو چارو دجلالتماب وزیر له لاسلیک وروسته د عملی تطبیق لپاره به اړوندو څانګو ته ولیږل شی.
همداراز د یاد دونی وړده د پلان لمړی موخه د کنفرانس جوړولو مسٌله مطرح ده چه په نوموړی کنفرانس کی د مختلفو نهادو شخصیتونه لکه د مدنی ټولنو – د پوهنتون استادانوـ د امنیتی سکتورونو استازی – د ځینو وزارتو استازی -  د پارلمان څخه استازی – د ولایتی شوراګانو استازی – دعدلی او قضایی چارو استازی – د ځینو ولایاتو متنفذین او عالمان او داسی نورو په ګدون سره یو واحد افغانی تعریف به ولسی پولیسو ته ورکړشی او همدا رنګه د ولسی پولیسو هدفونه او موخی به دی کنفرانس کی به توضیح شی، او د نړیوالی ټولنی مشاورین به صرف د مشاوریت دنده په غاړه لری.
او د کنفرانس د پایلو څخه د کورنیو چارو د وزارت رهنمود ترتیب او د چارو د ښه سمون په خاطر د کورنیو چارو د جلالتماب وزیر لمړیتوبونو له جملی څخه د ولسی پولیسو د تقویه کولو ، د پولیسو او خلکو تر مینځ د باور او اعتماد د رامینځ ته کول او د مسلکی جوړونی پروسی ته په رهنمود کی د امنیت په تأمینولوکی په زړه پوری روشو تنظیم شی .

۶ــ د ولسی پولیسو په رامنځته کولو او په دندو کی یی د بریالیتوب راز په څه کی وینی؟

ج۶- د ولسی پولیسو برنامه د پولیسو په ځواک کی د اصلاحاتو  د تطبیق په خاطر په جګړه ځپلو هیوادونو کی ورڅخه استفاده شویده چه فلسفه یی د ټولنی رسمی کنترول او مراقبت دی همداراز نوموړی فلسفه ټینګارکوی ولسواکه دولت ته د پولیسو عادی عملیاتونه په شفافه او ځواب ورکونکی عملیاتوکی شامل وی  او په داسی توګه ترسره شی تر څو د اتباعو او د هغوی دمدنی حقوقو څخه ساتنه وکړی.

پس ویلی شو د ولسی پولیسو بنسټ څلور مهم اصلونه جوړوی :
۱.دقانون په وړاندی ځواب ورکول
۲.د بشری حقونو څخه حمایت کول
۳.د خلکواود پولیسواونوروامنیتی ارګانونو د ستونزو دحل په خاطرمرسته کول.
۴.د خلکو د اړتیاؤ له مینځه وړلو مسولیت
په لنډه توګه ویلی شو د ولسی پولیسو د بر یالیتوب راز به دی کی نغښتی وی تر هرڅه نه مخکی د پولیسو او خلکو ترمینځ ټولنیزی اړیکی د ډول، ډول برنامو په ترڅ کی  په دلسوزانه – شفافه او د تقوی او مسلکی پوهی په درلودلو سره ټینګی کړی  تر څو  په ټولنه کی د خلکو په مرسته جرایم وقایه او د رامینځته کی مخنیوی یی وشی او په هیواد ډاډمن امنیت ټینګ شی.

۷ـ  د ولسی پولیسو ؛د همغږي او همکاري د نورو امنیتی ارګانونو سره او د باثباته امنیت په راوستلوکی څنګه ارزوی؟

ج۷- څرنګه چه ولسی پولیس د خلکو او دولتی نهادونه نظارت او د خلکو د اړتیاوو د رفع کولو اصل جوړوی پس لازمه او ضروری ده نور و امنیتی ارګانو سره د همغږی پر بنسټ د یوی ارتباطی وسیلی په توګه او د غوړه برنامو په رڼا کی ګټور او مؤثر ګامونه اوچت کړی تر څو د یوبل په مرسته د ډاډمن امنیت په تأمینولو سره وطنی او اسلامی دین ادأ کړی.

و من الله توفیق
سمونوال شاه محمود عبدالرحیم زی
سرپرست ریاست پولیس مردمی